 |
سید طیب جواد
|
په امریکا کی د
افغانستان سفیر سید طیب جواد هغو امریکایی او د ناتو عسکرو ته چی په افغانستان کی
جنگیږی پرون په داسی حال کی خپل احترام څرگند کړ چی امریکا دې ته تیاري نیسی چی د
جولای په څلورمه د خپل استقلال ورځ ولمانځي.
سفیر جواد وویل
چی امریکایی عسکر په ٢٠٠١ کال کی افغانستان ته داخل سول چی د طالبانو د ځورونکي
رژیم نه دده هیواد آزاد کړی او د افغانانو سره مرسته وکړی چی د عین هغو اصولو د
پاره وجنگیږی چی ٢٣٢ کاله پخوا امریکا د خپل استقلال اخیستو د پاره جنگیدلې وه.
هغه وویل چی د
امریکا او نورو ملکونو ددغو زړه ورو عسکرو په مرسته د افغانستان خلک د آزادۍ،
عدالت او مساوات آینده ته سترگي په لار دي.
دغه افغان
دیپلومات وویل چی جگړه بیله قربانیو ورکولو نه شی کیدای. هغه وویل چی ٥۴١ امریکایی او ٣٣١ د ناتو عسکرو د افغانستان د
آزادۍ د پاره خپل سرونه ورکړل، مگر هغه وویل چی دا خوشینونکي مرگونه بیځایه هم نه
دي.