Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

وسله والو په کندهار کی اته تنه پولیسان وژلي دي

04/07/2008

 

افغان پولیس وایی چی وسله والو کسانو د کند هار د ولایت د پنجوایي په ولسوالي کی د پولیسو په یوه پوسته کی اته تنه پولیسان وژلي دي .

د پولیسو یو محلي قوماندان وایی چی دا حمله پرون د پنجشنبې په ورځ شوې ده هغه وویل چی حمله کونکو اول یو لاسی بم په دې پوستې باندی وغورځاوه او بیا یې د توپکو ډزي شروع کړې . په دې پېښه کی یو پولیس زخمی سوی هم دی او دوه تنه ورک دي .

دا سیمه د یاغي طالبانو کلک مورچل دی ، مگر دا لا نه ده معلومه چی طالبانو په دې حمله کی لاس درلود که نه . په دې باب تحقیقات روا ن دي .

له بلي خوا پولیسو ویلي دي چی د غزني په ولایت کی د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی هم دوه پولیسان وژل شوي او څو نور زخمي شوي دي .

چارواکو ددې حملې ملامتي پر طالبانو باندی اچولې ده .

 

 

 

 

 

 

 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه