Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

ایران وایی چی په ذروي تاسیساتو باندی یې هر عمل د جنگ معنی لری

04/07/2008

د ایران رسمي خبري آژانس ـ ایرنا وایی چی ددې ملک د پاسداران انقلاب مشر خبر داری ورکړی چی ایران به په خپلو ذروي تاسیساتو باندی هر ډول نظامی اقدام د جگړې شروع کیدل وبولی .

دغه آژانس د جنرال محمد علي جعفري له قوله وایی چی هر هیواد به چی په ایران باندی حمله وکړی ، د خپل دې عمل نه بیزاره سی .

ایران د نړۍ د شپږو قدرتونو ـ روسیې ، چین ، فرانسې جرمنی ، برتانیې او امریکا سره د خپل جنجالي ذروي پروگرام په باب په خبرو اخته دی .

د امریکا جمهوررئیس جورج بوش د چهارشنبې په ورځ وویل چی د ایران د ذروي پروگرام د جنجال د حلولو د پاره دیپلوماسي لومړنۍ لار ده ، مگر هغه یو وار بیا دا تکرار کړه چی نوري لاري هم سته چی خبري پر کیدای سی .

امریکا او متحدان یې په ایران باندی تور لگوي چی د ذروي وسلو په جوړولو باندی کار کوی ، مگر ایران وایی چی اټومي پروگرام یې د سوله ایزو اهدافو د پاره دی .

 

 

 

 

 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
په هېلمند کې 'اوېا طالبان په هواېې بمبارى کې وژل شوېدي'

  نور رپو ټونه
د افغانستان، امرېکا او پاکستان د پوځونو لوړ رتبه قوماندانانو غونډه
کې ایدی: په افغانستان کې تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی
عبدالرحیم وردگ: هغه ترهگرو چې په عراق کې یې جگړه کوله اوس افغانستان ته متوجه شوي دي
د امرېکا د جمهوری رېاست کاندېدان وروستی تلوېزونی مناظره
د پاکستان جمهور رئېس آصف على زردارى په چېن کې دى
نن د اروپا او اسېا دونډو بازاونونه بېا رلوېدلی دی
د کندهار د کار او اجتماعي چارو رئیس وژل شوی
د پاکستان په قلېلوى سېمه کې دامرېکا ېو تبعه نېول شوېدى