په افغانستان کی په بمباریو کی ٢٢ ملکي خلک وژل شوي دي
04/07/2008
افغان مامورین
وایی چی د امریکا په مشري د ائتلاف د قواو په هواي بمباریو کی د افغانستان په ختیځ
کی ٢٢ ملکی خلک وژل شوي دي .
ولسوال
ضیاالرحمن خبر یالانو ته وویل چی دا حمله نن د جمعې په ورځ په نورستان کی د یوه
سړک په اوږدو کی وسوه . هغه وویل چی دغه خلک د سیمي نه وتل چی هوایي بمبارۍ پر
وسوې .
د امریکا په مشري ائتلاف هم نن په یوه بیانیه کی
دا حمله تایید کړې مگر وایی چی په یو ملکی نفر لا نه دی وژل سوی . ائتلاف وایی چی
دا هوایی حمله یې په یوې اډې باندی د یاغیانو د حملې په جواب کی وکړه او په هغې کی
یاغیان وژل شوي دي نه ملکي خلک .