د هند صدر اعظم د احمد اباد ښار ته سفر کوی - چیرته چی د بمونو په حملو کی ۴٥ کسان وژل شوی
او ١٦٠ ژوبل شوی وو. توقع ده چی صدر اعظم من موهن سنگ به د
پیښی د زخمیانو پوښتنه هم وکړی.
د هند پولیسو د یکشنبی په ورځ هم د احمد اباد په ښار کی دوه بمونه شنډ کړل.
دی نه یوه ورځ مخکی همدی ښار کی پرله پسی چاودنو ټوله سیمه لړ
زولی وی.
تر اوسه د دی چاودونو په ارتباط دیرش
تنه د تحقیقاتو دپاره نیول شویدی.
بلخوا د ملگرو ملتونو عمومی منشی بانکی مون دا حملی غندلی دی او د
خلکو ته یی د زغم نه د کار اخیستو
وینا کړیده.
د هند پولیس د یکشنبی په ورځ په ممبئ کی په هغه کور ورننوتی دی چی ویل کیږی دی کور نه یو ای میل استول شوی
و چی پکی د دی چاودنو د کولو اعتراف شوی و.
دی نه مخکی د
جمعی په ورځ د هند په جنوبی ښار بنگلور کی هم وړی چاودنی شوې وی. چی یو تن
پکی وژل شوی و. د هند د مجاهدینو په نوم یوی وړی ډلی د اینټرنیټی لیک یا ای
میل په ذریعه د چاودنو نه څو دقیقی وړاندی دا پیغام خپورکړی چی د احمد اباد چاودنې دوی کوی.