Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

په افغانستان کي ١٣٥٠٠نیوي روغتیايي شوراګانې جوړي شوي

30/07/2008

Medicine

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې ددغه هیواد په څلور دیرشو ولایتونو کې دیارلس زره او پنځه سوه سیمیزې روغتیايي شوراګانې یې په تېر دوه نیم کالو کې جوړې کړي چې یو زیاته برخه ددغو صحي شوراګانو د ښځو  له خوا پرمخ وړلې کېږي.

د عامې روغتیا وزارت له لوري او د امریکا د متحدو ایالاتو د پرمختیايي اداری یو ایس ای ډي په مرسته نن په کابل کې ددغو صحي شوراګانو ولایتي استازي یوې غونډی ته رابلل شوي وو. 

په دغه غونډه کې پدی پرېکړه کېده څنګه لرو پرتو سېمو ته روغتیايي خدمتونه ددغو سیمیزو شوراګانو په مټ برابرېدلای شي.

د بدخشان د شکاشم ولسوالۍ د صحي شورا یوې غړې  چې پدی غونډه کې یې برخه لرله اشنا تلویزیون ته وویل چې په خپله غرنۍ سېمه کې یې روغتیايي شورا توانېدلې د زیږون پر مهال د میندو دمړېنې کچه را ټېټه کړي. 

هغې وویل صحي شورا یې خلک دی هڅولي چې خپل ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي لپاره واکسین کړي.

پدی یوه ورځنۍ غونډه کې یو شمیر صحي شوراګانې وستایل شوې او دځینو نورو روغتیايي شوراګانو د جوړولو په سر یې تصمیمونه ونېول شول.

د روغتیا وزارت رپورټونه وايي چې په ټول افغانستان کې شل زره روغتیايي کارکوونکي چې نیمايي یې ښځي دي کار کوي.

 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی