Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

مشکوکه پاکستانۍ تروریسته په امریکا کې محاکمه کیږي

05/08/2008

Aafia Siddiqui, whom police say a possible al-Qaida associate, covers her face along with her son as they were shown to the media in Ghazni, Afghanistan, Friday, 18 July 2008
عافیه صدیقي او د هغې زوی د جولای په ١٨مه نیټه په غزني کې له نیول کیدو وروسته پولیسو د مطبوعاتو استازو ته وښودل. دوی خپل مخونه پټ کړي وو.
هغه پاکستانۍ ساینسپوهه چې د القاعدې سره د تړاو تور ورباندې لگول شوی او امریکا یې د نیولو هڅه کوله، نن په نیویارک کې محاکمه کیږي.

یو حکومتي څارنوال د دوشنبې په ورځ وویل، عافیه صدیقي د جولای په میاشت کې د غزني په ولایت کې د والي د دفتر مخې ته نیول شوې وه. چارواکي وايي، له هغې سره داسې اسناد نیول شوي وو چې د چاودیدونکو موادو د جوړولو طریقې پکې لیکل شوي وې.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې یوې ډلې چې د عافیې صدیقي له نیول کیدو یوه ورځ وروسته له هغې نه د تحقیقاتو په نیت ورغلي وو. میرمن صدیقي د تحقیقاتو په ترڅ کې د یوه عسکر وسله اخیستې او پر عسکرو یې ډزې کړي وې. وروسته په ځوابي ډزو کې میرمن صدیقي زخمي شوې خو د امریکايي تحقیق کوونکو ته زیان ندې اوښتی.

که پر میرمن صدیقي باندې لگیدلي تورونه ثابت شي نه کیدای شي په ٢٠ کاله بند محکومه شي.

رپوټونه وايي، ٣٦ کلنه عافیه صدیقي چې په امریکا کې یې تحصیلات کړي دي، په ٢٠٠٣م کال کې له خپلو دریو ماشومانو سره د کراچۍ له ښار نه لادرکه شوې وه. له هغه یو کال وروسته د امریکا فدرالي تحقیقاتي ادارې اعلان وکړ چې د القاعده د ډلې د نورو مشکوکو ترهگرو تر څنگ د میرمن صدیقي د نیول هڅه کوي.  

د میرمن صدیقي وکیل، د کورنۍ غړي او د عفوې نړیواله اداره وايي، میرمن صدیقي د امریکا په یوه پټ زندان کې قید وه.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی