Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

بش د چېن له جمهور رئېس هو جنتاو سره ملاقات وکړ

10/08/2008

US President George W. Bush, left, shares a light moment with Chinese President Hu Jintao in Beijing, 10 Aug 2008
        هو جین تاو او جورج بش
د امرېکا جمهور رئېس جورج بش د چېن له جمهور رئېس هوجنتاو سره نن دېکشنبى په ورځ ملاقات وکړ. تر ملاقات وروسته ښاغلى بش د اولمپېک په لوبو کې د امرېکا دباسکېټبال د ټېم لوبه د  کوربه هېواد ېعنى چېن د باسکېټبال له لوبډلې سره وکتله. 

د امرېکا دملى امنېت د شورې ېو چارواکى ډېنېس واېلډر واېې دوه اړخېزو خبرو کې په گڼو مساېلو باندى بحث وسو ددې ترڅنگ  دامرېکا او چېن دا قتصادى اړېکواو تجارت پر موضوع هم بحث وسو.  په خبروکې د شمالى کورېا غېراټومى کېدل او نور سېمه ئېز مساېل هم منځته راغلل.

دخبرو په ترڅ کې ښاغلى هو په هغه قتل باندى خواشېنى ښکاره کړه چې د شنبى په ورځ باندى وشو.  د امرېکا د والېبال د ټېم د ښوونکي خوسر په پېکنگ کې ووژل شو او ښاغلى هو وعده وکړه چې د بشپړ تحقېق امر به ورکړى.

واېلډر ووېل دغو دواړو مشرانو په چېن د کې د بشرى حقوقو پر مسله باندى هم خبرى وکړى.  ښاغلى هو جنتاو په دې برخه کې داسى معلومېده چې واېې د دېن په برخه کې هم دروازه خلاصه ده. 

ښاغلى بش فقط ېو ساعته وروسته له هغه نه د چېن له مشر سره خبرى وکړى چې د پروتېستانو د کلېسا په مراسمو کې ېې  برخه اخېستى وه.  

رپوټ وايى کله چې ښاغلى بش او دهغه مېرمن لورا بش اودهغوى د ډلې نور غړى کلېساته ننوتل د کلېسا حاضرېنو د لاسنو په پړکولو دهغوى هرکلى وکړ. 

له دېنى مراسمو نه ورو سته ښاغلى بش د کلېسا د حاضرېنو نه مننه وکړه چې دا وېاړ ېې په برخه سو چې له هغوى سره ېې په گډه په کلېسا کې عبادت وکړ.

د امرېکا جمهور رئېس ووېل چې دده تجربه داڅرگندوى چې خداى د ټولو جهانېانو دى. هغه داهم ووېل چې پکارده هېڅ ملت د دېن له نفوذ او اثرو اورسوخ نه ونه وېرېږي.  

پر چېن باندى تل دا انتقاد سوېدى چې د بشرى حقوقو سابقه ېې ښه نده او په مذهبى عباداتوباندى ېې بندېزونه لگولى دى.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی