د الجزایر ملی رادیو وایی د هغه
هیواد په ختیځ کی د حملو په نتیجه کی اته تنه وژل
شوی دی.
رپوټونه وایی دا چاودنه پرون شپه ناوختي پداسی حال کی وشوه چی د زیموري په
نوم د ښار د پولیسو ستیشن مخی ته هغه موټر وچاودید چی بم پکې ځای په ځای شوی و.
ددې حملې پړه چې نولس تنه پکې ټپي هم شول چا په غاړه ندی اخیستی.