هند وایی د نړۍ هیوادونه باید دې ته تیاری
ولری چی د نړۍ وال تجارت دپاره خپلی شخصی
گټی قرباني کړی.
د تجارت وزیر کمال نات نن په
نوي ډهلي کی د یوه تجارتی کنفرانس په وخت
کی دا خبره وکړه. نات وایی هیوادونه
باید د تجارت په باب خبری په دې نیت چی نورو ته څه ورکړي پیل کړي نه په دې نیت چی
څه باید ترلاسه کړی.
د نړۍ وال تجارت د موسسې عمومی امر پاسکال لامي وایی ددغی موسسې غړو هیوادونو له ده څخه وغوښتل چی د خبرو څخه لاس وانه خلی ځکه چی کېدلای سی ډېر ژر یوه موافقه ترلاسه سی.
تېره میاشت د ضحی خبری د
متحده ایالاتو او د هند او چین په شمول پر مخ تلونکو هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو له امله ناکامی سوې.