Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

په استرالېا کی د دولسو مسلمانانو د ېو ډلې محاکمه

13/08/2008

استرالیا
استرالیا
د استرالېا د ېوې محکمې قاضی نن د ېوه  منصفه هېت غړو ته ا‏خطار  ورکړ چه د ټرورزم په ارتباط باېد ددولسو مسلمانانو د ېو ډلې په دوسېو باندی  دغور کولو او سزا د ټاکلو  په وخت د هېڅ ډول تعصب نه کار وانه خلی. 

د مېبلورن په ښار کی د ېوې محکمې قاضی نن د منصفه هېت غړو ته دا هداېات په داسی حال کی ورکړل چه د شپږو مېاشتو غور او بحث نه وروسته ددغو استرالېاوی مسلمانانو دوسېه بشپړه کېږی او فېصله پری کېږی.

قاضی په خپله وېنا کی دا خبره ومنله چه د مسلمانانو  په خلاف دمحلی خلکو احساسات ډېر منفی دی خو منصفه هېت باېد خپله فېصله د شواهدو په اساس وکړی نه دشخصی احساساتاتو په بنېاد. 

په دغو  کسانو باندی حکومت دا الزام لگولی دی چه غوښتل ېې په مېلبورن کی  دفوټبال دېوې لوبی په دوران کی په تماشه کوونکو باندی ټرورېستی  حمله وکړی.

څارنولانو ددغه کسانو په مشر عبدالناصر بن برېقه باندی الزام هم لگوی چه په بېگناه ښځو او ماشومانو باندی ېې حمله ېو جاېز عمل بللی ؤ. مگر مدا فع وکېلان دحکومت دا الزام نه منی او واېې چه دغو خلکو په منځنی ختېز کی د مسلمانانو سره د ظلم له امله ېواځی خپل احساسات څرگندول، او  د کومې حملی پلان نه لره.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی