Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

په افرېقا کې په هندی عسکرو باندی د جنسی تېری تورونه

13/08/2008

india_210

د هند حکومت واېې خپلو هغو عسکرو ته به ډېره سخته سزا ورکړی چه په افرېقا کی د سولې دساتلو په عملېاتو دگډون په وخت پری په افرېقاېې ماشومانو باندی دجنسی تېری تورونه لگول شوی دی.

دهند د پوځی قوماندانان واېې چه په دی باب ېې خپل تفتېش شروع کړی دی او که  په عسکرو باندی ېې دملگرو ملتونو له خوا لگول شوی الزامونه درست  ثابت شول نو سخته تادېبی سزا به ووېنی.

په روانه هفته کی ملگرو ملتونو اعلان وکړ داسی شواهد ېې لاس ته راوړی دي چه ښېې هندی عسکرو دکانگو په دېموکراتېک جمهور رېت کی څو کاله مخکی  په ماشومانو باندی جنسی تېری او ظلم کړی ؤ.

که څه هم چه ددی راپور پوره تفصېلات لانه دی  ښکاره شوی، خو د ملگرو ملتونو ماموران واېې چه کانگو په ماسېسی نومې سېمه کی خپلی پوې اډې ته نژدی، هندی عسکرو په ماشومانو باندی څو وارې تېری کړی ؤ.

د ملگرو ملتونو عمومی منشی بانکېمون ددی راپورونو په هکله خپله ژوره خواشېنی څرگنده کړی ده. د ملگرو ملتونو په دی راپور کی دهند د حکومت نه غوښتنه وشوه چه د خپل جزاېې قانون سره سم باېد دغو  عسکرو ته لازمه سزا ورکړی.

په کانگو کی په ماشومانو باندی د تېری نه علاوه په پاکستانی او هندی عسکرو باندی دا الزامونه هم لگېدلی دی چه د کانگو نه ېې دسروزرو په قاچاق او غلا کی لای لره.

هند په کانگو کی تقرېبا سل تنه عشکر دسولې ساتلو په وخت له لاسه ورکړی دی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی