Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

د پاکستان واکمن اېتلاف د مشرف د برطرفولو په تورونو وروستى غور کوي

17/08/2008

Pakistani President Pervez Musharraf (file photo)
                 پرویز مشرف
د پاکستان واکمن اېتلاف مشرانو نن دېکشنبى په ورځ له ېوبل سره ددې لپاره ملاقات وکړ چې هغه تورونه د وروستى ځل لپاره بېا وگورى چې د پاکستان د جمهور رئېس پروېز مشرف خلاف به ېې دوظېفى نه د هغه د برطرفۍ لپاره په رسمى ډول ولگوى.

چارواکى واېې که جمهوررئېس له خپلې وظېفى نه استعفى ونکړى نودغه تورونه به پارلېمان ته دغور لپاره د سه شنبى په ورځ په رسمى ډول وړاندى شى او دهغه د برطرف کولو  بهېر به پېل شى.

د شنبى په ورځ دهغې جرگه گۍ له خوانه چې د جمهور رئېس دبرطرفى لپاره ټاکل شوېده ووېل شول چى په تورونو کې د اساسى قانون نه سر غړونه او نور غېر قانونى کارونه شامل دى.

د پاکستان خارجه وزېر شاه محمود قرېشى د پاکستان پر جمهور رئېس پروېز مشرف باندى غږ کړېدى چې په دې برخه کې خپله پرېکړه وکړى چې اېادى غواړى چې استعفى وکړى او که نه.

د تېرې جمعى په ورځ د ښاغلى مشرف سېاسى انډېوالانو ووېل چې په دې برخه کې خبرى روانى دى چې ېوې روغى جوړې ته سره ورسېږى. که دا روغه وشى او ښاغلى مشرف استعفى وکړى نو پر هغه باندى به جناېې تورونه ونه لگول شى او د برطرفى لپاره به ېې هم اقدام ونه شى. 

خو د ښاغلى مشرف نطاق ووېل هغه رپوټونه چې واېې جمهور رئېس نه غواړى چې د برطرفى له تورونو سره مخامخ شى او  استعفى به  وکړى بې بنېاده دي.

د امرېکا خارجه وزېرې کانډو لېزا راېس د امرېکا د فاکس خبرى تلوېزېونه  ته نن دېکشنبى په ورځ ووېل چې واشنگټن په دې غور نه کوى چې ښاغلى مشرف ته پناه ورکړى. 

کانډ و لېزاراېس  همدارنگه د آېن بى سي تلوېزېون ته ووېل چې د پاکستان د واکمن اېتلاف له خوانه د جمهور رئېس پروېز مشرف د برطرفى مسله د پاکستان کورنۍ مسله ده او د امرېکا حکومت د پاکستان د نوى انتخاب شوى حکومت  ملاتړ کوى.

بل پلو، د پاکستان مطبوعاتو رپوټ ورکړېدى چې د  سعودى عربستان داستخباراتو رئېس  مقرن بن عبدالعزېر پاکستان ته سفر کړېدى چې دواکمن اېتلاف او پروېز مشرف تر منځ منځگړتوب وکړى.

تېره اونى د څلورو اېالتونو شورى گانو دهغې پرېکړې په طرفدارى باندى راېه ورکړه چې واېې  جمهوررئېس پروېز مشرف دې له ملى  پارلېمان نه د باور راېه وغواړى. د پاکستان اساسى قانون  ښاغلى مشرف په دې نه مکلفوى چې له ملى پارلېمان نه د اعتماد راېې وغواړى.

رپوټ واېې چې د ښاغلى مشرف د برطرفى لپاره دپاکستان د پارلېمان په دواړو خونو اولسى جرگې او مشرانو جرگې دوه ثلثه راېو ته ضرورت دى. 

ښاغلى مشرف په ١٩٩٩ مېلادى کې په ېوه سپېنه کودېتا کې قدرت ونېو او د ډېرو کلونو لپاره ېې د مخالفېنو له مقاومت او مقابلى نه پرته حکومت وکړ.  په دې وخت کې د ترهگرى په نړېواله جگړه کې دامرېکا متحده اېالاتو له هغه سره نېژدى انډېوالى کوله او دهغه ملاتړ ېې کاوه.


emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی