Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

پرویز مشرف خپله استعفی اعلان کړه

18/08/2008

In this image take off from television, Pakistan's President Pervez Musharraf speaks to the nation in Islamabad, Pakistan, 19 Aug 2008
                 پرویز مشرف
د پاکستان جمهور رئیس پرویز مشرف ملت ته په یوه تلویزیوني وینا کې خپله استعفی اعلان کړه. د مشرف د استعفی رپوټ ایوب خاورین وړاندې کوي.

د پاکستان جمهور رئیس پرویز مشرف نن د دوشنبې په ورځ وویل د مواخذې د سیاسي ناندریو نه د هیواد د ژغورلو لپاره، دی استعفی ورکوي.

په تلویزیوني وینا کې پرویز مشرف ډیر احساساتي ښکاریده او ملت ته یې وویل چې هغه په دې ډاډمن دی چې هره پریکړه یې د هیواد او ملت د گټې لپاره کړې وه.

مشرف: ” د ملت او هیواد لپاره زه نن ددې مقام نه د استعفی پریکړه کوم. زما استعفی به د ولسي جرگې رئیس ته ورسیږي. زه د هیچا نه هیڅ هم نه غواړم. زما د راتلونکې پریکړه د ملت او ولس کار دی. دوی به قضاوت کوې او همدا خلک به انصاف کوې."

د پیپلز گوند او د نوازشریف د گوند د ائتلافي حکومت د جوړدیو د ورځې راهیسي پر پرویز مشرف د واک د پریښودو فشار وو. په تیرو څو اونیو کې د پاکستان څلورو ایالتي اسامبلیو او سیاسي گوندونو د ده د مواخذې غوښتنه کوله.

د پاکستان په اکثرو ښارونو کې عامو خلکو او په خاصه توگه سیاسي فعالینو د پرویز مشرف د استعفی په اعلان خوښي څرگندوي. په اسلام اباد کې د پاکستان د پیپلز گوند د مشر اصف علي زرداري په دفتر کې سلگونه خلکو د خوښي نارې ووښلي. فرزانه راجا د ولسي جرگې غړې ده. دا وایي

” نن د دیموکراتیکو قوتونو د بري ورځ ده. نن ورځ د دموکراتیکو ډلو او په خاصه توگه د محترمې بېنظیر بوټو د قربانیو او د پاکستان د پیپلز گوند د فعالینو د هڅو د بري لمر راختلی."

د پرویز مشرف په استعفی د پاکستان د وکیلانو د تحریک یوه غوښتنه هم پوره شوه.

وکیل: ” دا یو ستونزمن او اوږد مزل وو او نن یوه تاریخي ورځ ده ځکه موږ په دې وتوانیدلو چې هغه مو استعفی ته اړ کړ او که خدای کول د قانون د حاکمیت هڅې به همداسي دوام وکړې او مشرف به د پاکستان په ستره محکمه کې محاکمه شي."

Musharraf-1999-2008

بلخوا په اسلام اباد کې یو دکاندار وایي:  ” ښه کار وشو چې پرویز مشرف استعفی ورکړه. د هیواد ټول سیاسي قوتونه ، عام خلک او مطبوعات د هغه په خلاف وو."

دا معلومه نده چې مشرف به په پاکستان کې پاتې شي او که نه.  که څه هم پرویز مشرف د امریکا په پلوي کولو لویدیځ ته ډیر نژدې شوی وو خو په خپل هیواد کې یې ورځ په ورځ محبوبیت له لاسه ورکوو. په پاکستان کې اکثر خلک له امریکا سره د پرویز مشرف دوستي د بې امنیتي عامل گڼي.

په داسي حال کې چې د پرویز مشرف سیاسي موقف کمزوری شوی وو، د لویدیځو هیوادونو لپاره دا مهمه نه وه چې د پرویز مشرف سره څه کیږي بلکې دا مهمه ده چې د پاکستان سیاسي لانجې د ترورزم سره د ملکي حکومت پر پالیسي څه ډول اغیزې لري.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی