 |
جلن مککین
|
د امرېکا د جمهورى خواه گوند له خوانه د
جمهورى رېاست انتخاباتو ته کاندید سناتور جان مکېن ووېل چې دا به ډېره نامناسبه وى
چې د جمهورى خواهانو په ملى مجلس کې ډېر عالېشان مراسم او ترسره شى او خوشالى وشى
ځکه توقع ده چې د گوستاو په نامه سمندرى
توپان امرېکا ته راورسېږى.
سناتور مکېن د فاکس دخبرى تلوېزېون په ېوه مخکېنى ثبت
شوې مرکه کې نن د ېکشنبى په ورځ ووېل دده گوند په مختلفو لار چارو باندى غور کوى
چې دغه ملى مجلس داېر کړى. هغوى د کومى
ناڅاپې پېښى سره دمقابلې او د مخنېوى په چارو هم غور کوى.
توقع ده چې د جمهورى خواهانو ملى مجلس
ددوشنبى په ورځ د مېنى سوتا په اېالت کې ددوشنبى په ورځ پېل شى. توقع ده چې د
گوستاو سمندرى توپان دامرېکا جنوبى ختېځى ساحلى سېمى وځپى.
سپېنه ماڼۍ واېې چې ښاېې
جمهور رئېس جورج بش د ددوشنبى په ورځ د جمهورى خواهانو په ملى مجلس کې لکه څنگه چې
ټاکل شوېده د گوستاو د سمندرى توپان له امله
گډون ونکړى.
ښاغلى بش به په ملى مجلس کې د گډون پر ځاى دمکسېکو د خلېج په
اوږدو کې هغه عملېات اواقدامات وڅارى چې د دغه سمندرى توپان د خطر د مخنېوى لپاره
کېږي.
توقع ده چې مکېن او دهغه د جمهورى رېاست دمرستېالۍ لپاره نومول شوې
سېره پالېن به د مسېسېپى اېالت ته سفر وکړى چې د سمندرى توپان لپاره د چمتو والى
کارونه وگورى.
سناتور مکېن نن د خپلې مرستېالى سېره
پالېن نه د فاکس په خبرى تلوېزېون کې دفاع وکړه.
که څه هم نوموړى په امرېکا کې د ملى سېاست په مېدان کې تقرېباهېڅ شهرت
نلرى.