د
شنبې په روځ د جمهوري ریاست دپاره سیال
کاندیدان، برک اوباما او جان مککېن، خپلو کمپاینونو ته پداسې حال کی دوام ورکړ چی د
جمهوري غوښتونکی گوند د ملي کانوانسیون ورځې رانږدې کیږي.
د جمهوري غوښتونکو کانوانسیون به د دوشنبې په ورځ په رسمي توگه د منې سودا په
سینت پال کی پراستل شي. د شنبې په روځ جان مککین د پنسلوانی په مهم ایالت کې د الاسکا والي سره پالین د خپلی مرستیالې په توگه اعلا ن
کړه.
دوی د کانوانسیون دپاره ځانونه پداسی حال کی چمتو کوی چی امریکا بیا هم د
گوستاف په نوم د سمندري طوفان تر گواښ لاندی راغلی دی.
خلک وایی د مککېن انتخاب هم
گټور او هم زیانمن ثابتیدای شي.