Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

په شمال غربى پاکستان کې، څلور تنه په ېوه چاودنه کې ووژل شول

31/08/2008

Map of Pakistan

په شمال غربى پاکستان کې امنېتى چارواکى واېې چې لږ تر لږه څلور تنه د توغندېو په هغه برېد کې ووژل شول چې دافغانستان د سرحد په اوږدو کې پراته دى. 

په شمالى وزېرستان کې د ټاپى د کلى اوسېدونکي واېې چې نن د ېکشنبى په ورځ د توغندېو په ډزو باندى ېو داسى کور وران شو چې گومان کېږى له افراطېانو سره تړاو لرى. 

هغوى واېې چې له چاودنى نه  لږ مخکې  ېې ېوه بې پېلوټه الوتکه ېا ډرون ولېدله. دا خبره سمدلاسه معلومه نشوه چې ددغې چاودنى مسول څوک و. 

خو د امرېکا متحده اېالاتو تردې مخکى  بې پېلوټه الوتکى د پاکستان او افغانستان په سرحد کې پرافراطېانو باندى د حملى لپاره استعمال کړېدى. 

په ېوه بل انکشاف کې پاکستان اعلان وکړ چې نظامى عملېات ېې د اسلامى افراطېانو خلاف د روژى په مبارکه مېاشت کې دهېواد په شمال غربى سېمه کې بند کړېدى. 

ددې کار مقصد دادى چې ملکېانو ته اجازه ورکړل شى چې دروژى په مېاشت کې خپل دېنى فراېض سرته ورسوى.

د پاکستان د کورنېو چارو دوزارت مشر رحمن ملک نن د شنبى په ورځ ووېل چې په هغو قبېلوى سېمو کې چې د پاکستان او افغانستان دا سرحد په اوږدو کې پرتى دى د ېکشنبى د شپى له دولس بجونه به د اکتوبر د مېاشتى تر دوېمې نېټى پورې د شپى تر دولس بجو نظامى عملېات بند وى.  

خو هغه خبردارى ورکړ چې که پرامنېتى قواو حمله وشوه نو په پوره قوت به ځواب ورکړى. تردى ېوه ورځ مخکى د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې دوى د سوات په ناکراره سېمه کې لږ تر لږه څلوېښت افراطېان په هواېې بمبارى کې وژلى دى.


emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی