پولیس او عیني شاهدان وایی نن سهار وختي په کابل کی د
بهرنیو او افغان قواو له خوا په ناڅاپي حمله کی یو افغان او دوه ماشومان وژل شوی
دی.
د پولیسو یو صآحب منصب وویل دا پوځي برید د کابل په ختیځه لمن کی د امریکایی قواو له خوا
چې افغان استخباراتي مامورینو ورسره مرسته کوله ،ترسره شو.
هغه وویل پدی حمله کی د
نور الله په نوم یو افغان او دوه ماشومان ووژل شول او میرمن یی هم سخته ټپي شوی
ده.
رپوټ وایي دا مرگ ژوبله ښایي د ولسي خلکو او دامریکا په مشرۍ د ایتلافي
ځواکونو ترمنځ خړې پړې اړیکې نورې هم کړکیچنې کړي چې افغان چارواکي هغوی په دې
ملامتوي چې د اگست په ٢٢ یې په د هیواد په لویدیځ کې په عملیاتو کې نژدې نوي ملکي کسان
وژلي وو.