نن د نړی د گوټ گوټ نه ټول
مسلمانان د روژې په نیولو د دې مبارکی میاشتی لومړی ورځ نمانځي.
د منځني ختیځ اکثر مذهبی مشرانو نن
د دوشنبې ورځ د روژې د سپیڅلی میاشتی لومړی ورځ اعلان کړه. په قاهره کی مسلمانان
د سودا د اخیستلو دپاره بازارونو ته را وتلي و.
په دوکانونو کی د روژی د مبارکی میاشتی په تیاریو کی هر څه پریمانه لیدل کیږی. ځینو خلکو سږ کال د روژی
د ساعتونو په برخه کی یو څه اندیښنه ښودلی ده خو وایی چی په ټول قوت به یی په خیر
سر ته ورسوي.