Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

ناټو وايي، پکتیکا کې یې سهواً درې ماشومان وژلي

01/09/2008

Afghan villagers stand in front of the door of a house which was raided by foreign and Afghan forces conducted by U.S. troops in Kabul, Afghanistan, 01 Sep 2008
کلیوال خلک د هغه کور مخې ته راټول شوي چې حمله ورباندې شوې ده.

ناټو وايي، قواوو یې نن د پکتیکا په ولایت کې د توپ په ډزو کې سهواً درې ماشومان وژلي او څو نور یې زخمیان کړي دي. د ناټو په یوه خبرلیک کې ویل شوي چې افراطیانو د پکتیکا د گیان په ولسوالۍ کې د عسکرو پر یوه گزمه حمله وکړه چې په ځوابي حمله کې، د توپ یوه گولۍ پر یوه کور لگېدلې ده.  

بل خوا، په سلگونو افغانان نن د دوشنبې په ورځ په کابل کې لارو کوڅو ته راوتلي وو او هغه حمله یې وغندله چې د یوې کورنۍ درې غړي پکې وژل شوي دي. مظاهر کوونکو په کابل کې ددغې حملې پړه پر ایتلافي قواوو ور واچوله.  مظاهر کوونکو په کابل کې ددغې حملې پړه پر ایتلافي قواوو ور واچوله.

خو د امریکا په مشرئ ایتلافي قواوو په دغه حمله کې لاس لرل رد کړي دي.

عیني شاهدانو وویل، په دغې حملې کې یو سړی او د هغه دوه زامن وژل شوي او عسکر درې نور کسان له ځانه سره بېولي دي.

له بلې خوا، جمهور رئیس حامد کرزي له ایتلافي قواوو نه غوښتي چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د جگړه مارانو پر اهدافو خپلې هوايي حملې راکمې کړي. ښاغلی کرزی د ناټو له عسکرو او ایتلافي قواوو نه غوښتنه کوي چې د جگړه مارانو د ځپلو لپاره د هوايي حملو پر ځای نورې لارې چارې ولټوي.

تیره اونۍ جمهور رئیس کرزي وروسته له هغه په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د موجودیت په اړه د له سره غور کولو امر وکړ چې د افغانستان حکومت وویل، د هرات په ولایت کې د هوايي قواوو په بمباریو کې لږ تر لږه ٩٠ تنه ملکیان وژل شوي دي.

خو ایتلافي قواوې وايي، ٢٥ افراطیان او پنځه ملکي خلک وژل شوي او هغه وخت یې بمباري وکړه چې جگړه مارانو د دوی پر عسکرو حمله وکړه.

ملگرو ملتونو ویلي، په سیمه کې له تحقیق وروسته یې قانع کونکي اسناد او شواهد پیدا کړي چې پ دغه حمله کې د وژل شویو ملکيانو شمیر زیات دی.

همدارنگه، د امریکا پوځي چارواکو نن اعلان وکړ چې د هلمند په ولایت کې د تیرې اونۍ د عملیاتو په ترڅ کې له ٢٢٠ تنو زیات مشکوک جگړه ماران وژل شوي دي.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
په خوست کې پر عسکرو ځانمرگې حمله شوې

  نور رپو ټونه
افغانستان ايران ته ماتې ورکړه
پاکستان د امریکا د توغوندیو پر حملو احتجاج کړی
ایران: د اټومي انرژۍ له ادارې سره همکاري کوو
یونچسیار: افغان راستنېدونکي زیاتې مرستې ته اړ دي
اېمن الاظواهری: د اوباما د افغانستان پلان به ناکام شی
سخیفر - په افغانستان کې د غیر امریکایې ځواکونو د ډیریدو غوښتنه
په پاکستان کې  څلور کسان د توغوندې په حمله کې وژل شوی دی
د مخدره موادو پر ضد مبارزه - افغانستان د امریکا نه د یوی ځانگړې بودیجې غوښتنه کړې
WFP په افغانستان کې پنځه ملیونه خلک، د مرستې رسولو په لست کې شامل کړي
اسراېلو د ملگرو ملتونو غوښتنه رد کړه