Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

د سمندرى توپان له امله د جمهورى گوند د ملى مجلس ځېنى پلانونه بدل شول

01/09/2008

Jeffrey Vannor carries his belongings while evacuating from the approaching Hurricane Gustav at the Greyhound Bus and Amtrak station in New Orleans, on Saturday, 30 Aug. 2008
د سمندرى توپان گوستاو له امله د جمهورى رېاست لپاره د جمهورى خواهانو د گوند کاندېد سناتور مکېن دملى مجلس ېو شمېر پلانونه کم کړل. 

ددغه گوند چارواکى واېې چې ددغې اونى مجلس به نن وشى لکه څنگه چې له مخکى نه پلان ورته جوړ شوى و. خو د مراسمو مهال وېش به محدود وى او ېوازې رسمى مراسم به پر ځاى شى. 

سناتور مکېن ووېل دابه مناسبه خبره نه وى چې دوى په خوشالىاو خندابوخت وى او امرېکا ېان دتوپان له خطر سره مخامخ وى.

د جمهورى خواهانو ملى مجلس به په سېنټ پال کې چې په شمالى مېنې سوتاکې پروت دى پېل شى. د گوند چارواکېو ووېل دوى به هره د حالاتو په نظر کې نېولوسره دافېصله وکړى چې کوم مراسم ترسره شى. 

رپوټ واېې چې د امرېکا جمهور رئېس جورج بش به په دغه ملى مجلس کې برخه وانخلى. هغه به ددى پرځاى د حکومتى چارو څارنه وکړى چې د دتوپان په مقابل کې حکومت له خلکوسره څه کوى.  

تردې درى کاله  مخکى دکاترېنا په نامه سمندرى توپان په وخت کې پر ښاغلى بش باندى انتقاد سوى و چې حکومتى چارواکېو اقدامات د توپان په وخت کې ډېرسوکه وو او ښاغلى بش په خپله له سناتور مکېن سره دهغه د زوکړې دنېټى په مراسمو کې گډون وکړ او کېک ېې ورسره په شرېکه وخوړ. 

تردې مخکى چې دتوپان خرابېوته توجه وکړى، ېو شمېر نور معمولى کارونه ېې هم  ترسره کړل . 

د ېکشنبى د ورځى په انتخابى مبارزه کې مکېن او دهغه مرستېالى د الاسکا گورنرې سېره پېلېن سره دمسېسېپى اېالت ته سفر وکړ چې دگوستاد دتوپان په مقابل کې له خلکوسره دمرستى کارونه له نېژدى نه وگورى.

د دېموکرات گوند سناتور براک اوباما چې ددغه گوند له خوانه د جمهورى رېاست لپاره کاندېد دى واېې چې دى به  خپل ملاتړ دېته وهڅوى چې د دغه توپان له قربانېانو سره مرسته وکړى. 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی