 |
| . |
د امریکا د جمهوري غوښتونکو گوند ملي جرگه نن د سه شنبې
په ورځ له خپل ټاکلي پلان سره سم په زور او شور پیل شوه. پرون ددغې جرگې په لومړنۍ
ورځ د گوسټاف په نامه د سمندري توپان د رارسیدو له آمله د جرگې ډیر پروگرامونه
راکم شوي وو.
خبري آژانسونه وايي، کیدای شي جمهور رئیس بوش نن له
سپینې ماڼۍ نه د ټلیفون له لارې دغې غونډې ته خبرې وکړي. د جمهوري غوښتونکو ملي
جرگگه د مینیسوټا د ایالات په سنټ پال کې دوام لري.
ښاغلي بوش د دوشنبې په ورځ
وویل، په جرگې کې د دې لپاره گډون نه کوي چې د سمندري توپان د رارسیدو په خاطر د
خلکو د ژغورنې پروگرام وڅاري.
جان مکین چې په روانه اونۍ کې به د جمهوري غوښتونکو د
گوند له خوا رسما د جمهوري ریاست مقام ته کاندید شي، د دوشنبې ورځ د اوهایو په
ایالت کې تیره کړه چې د امریکا د خلیج ساحلونو ته سمندري توپان رارسیدل له نږدې
وڅاري.
د مکین میرمن،
سینډي او د جمهور رئیس بوش میرمن، لورا بوش د دوشنبې په ورځ د گوند د ملي
جرگې په لومړنۍ ورځ یوې محدودې غونډې ته خبرې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې اوس باید
ټول پام د ممکنه توپان نه د خلکو د ژغورنې خوا ته واړول شي.