Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

د خېبر درى قبېلوى مشران واېې چې دوى خپله د لارى ساتنه کوي

02/09/2008

Pakistani people from the Bajur tribal region arrive at a relief camp at a school compound in Nowshera district near Peshawar, 20 Aug 2008
د واشنگټن پوسټ ورځپاڼى لېکلى دى چې د خېبر درې مشرانو لوړه کړېده چې دا لاره په خپله  وساتى. د پښتنو قبېلوى مشرانو، د سه شنبى په ورځ وعده کړېده چې د هغو مالونو ساتنه وکړى چې د خېبر درى له لارې نه خارجى قواو ته په افغانستان کې ورځى.

ورځپانه د ېوه حکومتى چارواکى طېب خان له قوله لېکى چې د پښتنو قبېلوى مشرانو، د سه شنبى په ورځ  وعده کړېده چې دهغو مالونو ساتنه وکړى چې د خېبر درى له لارې نه خارجى قواو ته په افغانستان کې ورځى.

د خېب ردره د امرېکا او نورو خارجې قواو لپاره له دې امله ډېره مهمه ده چې د هغوى عسکرو ته  د اړتېاو ړ شېان په همدې لاره ورځى. 

ورځپاڼه واېې چې افغانستان سمندرى لاره نلرى او افراطېان پر هغو لارېو باندى حملى کوى چې نظآمى مهمات او د سون مواد او تېل افغانستان ته وړى.

د حمل او نقل کمپنى واېې چې د جون د مېاشتى راهېسى تر اوسه پورې تقرېبا په شلو لارېو باندى چې په دغه لاره باندى مالونه وړى، حملى شوېدى.

د دغو لارېو موټر وانان ېا برمته شوېدى او ېا وژل شوېدى.  د خېبر سېمى ېوه حکومتى چارواکى ووېل چې د سېمى قبېلوى مشرانو د دوشنبى په ورځ له حکومت سره ېو تړون لاسلېک کړ چې دا لاره به خوندى ساتى او مهمات به سلامت خپل منزل ته رسېږى.

د حکومت چارواکى طېب خان  د روېټر خبرى اژانس ته ووېل هغوى به نه ېوازې د امنېت مسوول وى بلکه هغه چا چې سرغړونه وکړه د هغوخلاف به هم سخت اقدامات کوى. 

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکى چې قومى مشران د پښتنو په کور اوکلى کې په عنعنوى ډول واک او اختېار لرى که څه هم افراطېانو ددغو مشرانو له جملى نه په سوونو کسان له هغه وخت راهېسى وژلى دى چې پاکستان له امرېکا سره دترهگرى خلاف جگړه کې غاړه شوېدى او کوشش کوى چې بهرنى القاعده له ملکه وشړى او دهغوى پاکستانى انډېوالان هم تابع کاندى.

د خېبر غاښى د هغو دوو لارو له جملى نه ېوه لاره ده چې له پاکستان نه افغانستان ته پرې مالونه وړل کېږى. 

Khyber-pass
د خیبر دره
بهرنى مالونه د پاکستان د کراچى د سمندرى بندر په لاره باندى راځى. بله لاره د پاکستان د بلوچستان د اېالت چمن نه راتېرېږى. د پاکستان قواو د جو ن په مېاشت کې د خېبر په سېمه کې نظآمى عملېات وکړل. 

هغوى غوښتل چې افراطېان د خېبردرى او د صوبه سرحد  له مهم ښار پېښور نه لېرى وشړى. تردې وروسته بېا د پاکستان پوځ په دوونورو سېمو باجوړ او سوات  کې په تهاجمى او تعرضى عملېاتو باندى پېل وکړ.

واشنگټن پوست لېکى چې د پاکستان د کورنېو چارو وزارت واېې چې ددرې زرو خارجى جگړه مارانو له  جملى نه چې په باجوړ کى راټو ل شوى ول تقرېبا پنځه سوه اوپنځوس تنه ووژل شول. 

د پوځ نظامى نطاق واېې چې افراطېان په شا تمبول شوېدى. د پوځ نطاق تورن جنرال اطهر عباس واېې چې افراطېان په تېښته کې دى او امنېتى قواو ډېره مهمه سوبه کړېده. 

د باجوړ په مهم ښار کې  چې خار نومېږى ېوه حکومتى چارواکى ووېل چې ددوشنبى په ورځ لس ماشومان او دوه ښځى هغه وخت ووژل شوى چې ملېشو عسکرو پر افراطېانو باندى د هاوان ډزې وکړى. اطهر عباس واېې چې ددغى پېښى تحقېقات کېږى.

واشنگټن پوست لېکى چې له بل پلوه د پاکستان د بلوچستان په صوبه کې چې ډېر گاز لرى، بلوچو ملتپالو ېاغېانو خپلې حملى پر حکومت او دگازو په تاسېساتو باندى بندى کړېدى. 

هغوى غواړى چې حکوت ته وخت ورکړى چې ددوى په غوښتنو او ستونزو باندى غور وکړى او ددوى خلاف نظامى عملېات بندى کاندى. 

بلوچ ملتپال ېاغېان له طالبانو سره هېڅ اړېکى نلرى او دڅو لسېزو راهېسى په کمه پېمانه بغاوت کې برخه اخلى چې خودمختارى ورکړل شى او د صوبى په طبېعى منابعو کې غټه برخه ولرى. 

واشنگټن پوست واېې چې روان اتېلافې حکومت له هغوى سره ژمنه کړېده چې دهغوى په ستونزو او غوښتنو باندى غور وکړى.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی