 |
د صوبه سرحد گورنر اویس غنی
|
د پاکستان د صوبه سرحد گورنر
واېې چې دامرېکا په مشرۍ چپاو کې چې هغه
د پاکستان د خاورې پرتمامېت باندى مستقېمه حمله وبلله شل تنه وژل شوېدى.
د صوبه
سرحد گورنر اوېس غنى واېې چې د اېتلاف عسکر د افغانستان له سرحد نه را واووښتل
اوپه جنوبى وزېرستان کې ېې د برمل په سېمه کې
پرېوه کلى باندى حمله وکړه.
هغه ووېل چې په دغه چپاو کې ېو څو ښځې او
ماشومان نن د چارشنبى په ورځ ووژل شول.
عېنى شاهدان واېې چې گنشپ هېلېکوپټرو خارجى عسکر په کلى کې دننه او بهر
راورسول. دامرېکا اوناټو قواوپردغه مسله
باندى سمدلاسه کومه تبصره نده کړى.
د پاکستان ددفاع وزارت واېې چې ددغه هېواد خارجى دفتر
ددغې پېښى تحقېقات کوى. ددغه هېواد خارجه وزارت په ېوه خبر لېک کې واېې چې دغه راز
حملى د ترهگرى خلاف گډى مبارزې ته تاوان رسوى.
رپوټ واېې دا
اول ځل دى چې د پاکستان ېوه معتبر چارواکى دا ادعا کړېده چې دناټو قواو د پاکستان
په خاوره کې چپاو غورځولى دى.
همدارنگه د پاکستان پوځ واېې چې دوى په خپلو تهاجمى حملو
کې د داسلامى افراطېانو خلاف د سوات په دره کې عملېات کړېدى او عسکرو ېې په کوزه
بانډه کې دنن ورځى په عملېاتو کې لږ تر
لږه دېرش تنه افراطېان وژلى دى.
د سه شنبى په ورځ د پاکستان د پوځ الوتکېو په سوات کې د
افراطېانو پرېوه مشکوک ځاى باندى چپا و ور وړ. ددغې سېمى ځاېې چارواکى او طآلبان
واېې چې نهه کسان ووژل شول او په لسهاو نور پکى زخمى شوېى.
او د سه
شنبى په ورځ د پاکستان طآلبانو ددوه چېناېې
انجنېرانو او دهغوى د موټروان او
محآفظ د تښتولو اوبرمته کولو مسوولېت په
غاړه واخېست. د ا کسان د جمعى په ورځ سوات ته نېژدى برمته شوى ول. خو پاکستان واېې چې په برمته شوو کسانو پسى
لټون روان دى.
د یو بل خبر په اساس، د امریکا یوی محکمې یوه
مشکوکه پاکستانۍ میرمن د القاعده شبکې سره په تړاو او د امریکایي مامورینو د وژلو
په هڅې، محکمه کړې ده.
ټاکل شوی چې عافیه صدیقي به د پنجشنبې په ورځ د نیویارک
یوی محکمی ته حاضره شي.