Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

په زابل کې ٣٢ طآلبان ووژل شول

03/09/2008

Zabul

افغان چارواکى واېې چې ددوى قواوو له طالبانو سره دهېواد په جنوبى برخو کې نښتى کړېدى. په دغو نښتو کې ٣٢ طآلبان وژل شوېدى. 

د زابل د ولاېت ېوه چارواکى غلام جېلانى ووېل  پولېسو د سه شنبى په ورځ په دغه ولاېت کې ٢٢ طالبان ووژل. هغه ووېل چې په مړو شوو طالبانو کې اوه تنه عربان وو.

دهېلمند چارواکى واېې چې لس تنه ېاغېان د سه شنبى په شپه په جگړه کې ووژل شول.

په ېوه بل خبر کې د استرالېا ددفاع وزارت واېې چې د اورزگان په ولاېت کې نهه استرالېاېې عسکر وروسته له هغه نه زخمى شول چې ېاغېانو پرې نن د چارشنبى په ورځ ناڅاپې حمله وکړه. 

رپوټ واېې چې ېوعسکر دومره کارى زخمى شوېدى چې ژوند ېې په خطر کې دى.  د استرالېا ددفاع وزارت واېې چې دا عسکر د هغو عملېاتو پوه برخه دى چې مقصد ېې په سېمه کې د طالبانو د قوماندى او نورو کارونو له منځه وړل دى.

رپوټ واېې چې اسلامى ډلې پر استرالېاېې عسکرو باندى په افغانستان کې تور لگوى چې دوى د طالبانو له بندېانو سره ډېر ناوړه سلوک کوى او هغوى د سپېانو په ځاى کې بندى کوى. 

رپوټ واېې چې څلور مشکوک ېاغېان د اپرېل په وروستېو شپو ورځو کې نېول شوى وو او ېوه ورځ په دغه راز ځاى کې اچول شوى وو. 

خو د استرالېا د دفاع وزېر واېې چې له  بندېانو سره د نړېوال قانون له مقرراتو سره سم سلوک کېږى.

په ېوه بل رپوټ کې وېل شوېدى چې دهغو ادعا گانو په برخه کې چې د امرېکا په بمبارى کې په لسهاو افغانان وژل شوېدى، تحقېقات دا څرگندى چې له زېات نه زېات اوه ملکېان په دغه بمبارى کې وژل شوېدى.

An armoured vehicle of French troops heads toward the scene of a gun battle in Surobi, Afghanistan, 19 Aug  2008

خو د افغانستان حکومت او ملگرى ملتونه واېې چې په دغه بمبارى کې ٩٠ تنه ملکېان وژل شوېدى او زېاتره ېې ماشومان وو. دغه بمبارى د اگست مېاشتى په ٢٢مه نېټه د هرات ولاېت د عزېز اباد په کلى کى  شوې وه.

له بل پلوه، د سه شنبى په ورځ د امرېکا په مشرى اېتلاف ېونوى رپوټ خپور کړېدى او واېې چې د اگست  ددوه وېشتمى نېټى په  بمبارى کې له دېرشو نه تر ٣٥ پورې طالبان او پنځه تنه ملکېان  وژل شوېدى. 

چارواکى واېې چې په دغه جگړه کى د طالبانو قوماندان ملا صادق هم وژل شوېدى.

د اېتلاف قواوې واېې چې دغه هواېې بمبارى موجه ده ځکه چې افراطېانو دامرېکا په مشرى قواو او د افغانستان پر قواو باندى ډزې کړى وې.

د ملگرو ملتونو د نطاق مرستېاله مارى اوکبى نن خبرېالانوته ووېل چې ملگرى ملتونه اوس هم په هغو تحقېقاتو باندى اتکا کوى چې په مړو کې ښځې اوماشومان شامل دى. 

د امرېکا حکومت وېلى دى چې په گډه دې ددې مسلى تحقېقات وشى او په هېئت کې دې د امرېکا، ملگرو ملتونو او افغانستان د حکومت مفتشان شامل وى.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی