Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

جولیاني: ‎اوباما په تېرو سل کالونو کې تر ټولو بې تجربې کاندید دی

04/09/2008

Alaska Governor Sarah Palin at Republican National Convention 3 Sep 2008
      سارا پیلین
د چار شنبې په ورځ د امریکا د جمهوري غوښتونکي گوند لخوا د جمهوري ریاست لپاره مرستیالې کاندیدې سارا پیلین د خپل گوند په ملي کانوینسیون کې په خپل ځان باندې د مخالیفینو انتقادونه رد کړل او د سناتور جان مکېن کلکه دفاع یې وکړه.

د جمهوري غوښتونکي گوند د ملي کانوینسیون په درېیمه ورځ د گوند مشرانو خپل استازي د سیال ډموکراټ گوند د کاندید خلاف را وپارول. 

هغو په بارک اوباما باندې د ماشومانو د ضایع کولو د قانون په ملاتړ کولو انتقادونه وکړل، او ورسره یې وویل چې هغه بې تجربې دی او د باندنیو چارو په هکله ناپوه دی.

د نیویارک پخواني والي او د جمهوري ریاست پخواني کاندید روډي جولیاني وویل بارک اوباما هیڅ کله د یوه ښاروال دندې هم نه دي ترسره کړې او نه یې د کوم ایالت او یا کار و بار مشري کړې.

جولیاني: "‎اوباما په تېرو سل کالونو کې تر ټولو بې تجربې کاندید دی. دا یو شخصي انتقاد نه دی، دا یو حقیقت دی. بارک اوباما هیڅ کله هم د یو شي مشر نه دی پاتې شوی. د هیڅ شي نه."

تر دې له مخه د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید سناتور جان مککېن د خپل یوه شخصي کار لپاره د منیاپولیس ښار ته ولاړ، او خپلې ټاکلې مرستیالې سارا پېلین ته یې ښه راغلاست ووایو. 

هغه د پیلین او لس کلنه لور برسټل په غیږ کې ونیوله چې د میندوار‏ۍ خبره یې د نړۍ گوټ گوټ ته رسېدلې. او له هغه اتلس کلن هلک سره یې هم روغ بړ وکړ له چا سره چې به برسټل واده وکړي.

Alaska Gov. Sarah Palin (file photo)
        سارا پیلین
د امریکا سیاست ډگر ته دغې نوې راوتلې مېرمنې وویل چې دا د گوند لخوا کاندیدل مني. او د خپلې کورنۍ په هکله یې د انگازو ځواب ووایو.

پیلین: ‏"زمونږ کورنۍ د نورو په څېر لوړي ځوړې ویني، هغه رنگه خوږې او ترخې. کله نا کله ډېره خوښي له چېلنجونو ډکه وي."

په الاسکا ولایت کې د یوه ښارگوټي دغې پخوانۍ ښاروالې دا ومنل چې هغه بې تجربې ده او دا خبره یې داسې راتاو کړه چې په بارک اوباما باندې یې په انتقاد بدله کړه، چا چې  پخوا په یوه واړه ټولنیز سازمان کې دنده ترسره کوله.

پیلین: "‎زما په فکر د یوه ښارگوټي ښاروال د یوه ټولنیز سازمان د کارکونکي په څېر وي، فرق یې یواځي دومره وي چې رښتوني مسولیتونه یې په غاړه وي."

پیلین ځان د یوه سمون پالې په حیث معارفي کړ، چې د خپل چاروکو او د تېلو د شرکتونو په مقابل کې درېدلې وه.

پیلین: "‎ما د والي له دفتر څخه ځینې شیان لري کړل چې زما په عقیده د هغو مصرف زمونږ د خلکو په غاړه باید نه وای. یوه ښکلې طیاره د هغو شیانو په سر کې وه چې ما په أي، بې کې وپلورله‏."

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی