 |
براک اوباما او جان مککین
|
په
امریکا کی د جمهوري ریاست څوکې ته دوه کاندیدان جان مککېن او بارک اوباما د
واشنتگن د بدلولو د وړتیا پر مسلی یو بل تر پوښتنو لاندې ونیول.
پرون
د شنبې په روځ دیموکرات کاندید برک اوباما د اندیانا په ایالت کې خپلو ملاتړو ته
دا یادونه وکړه چی د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید جان مککېن گوند له اتو کالو
راهیسي په واشنگتن کی د قدرت واگی په لاس درلود.
بل پلو د جمهوري غوښتونکو په غونډه
کې جان مککېن او مرستیالې یی سره پیلن ځانونه د هغو اتلو خپلواکو په شان وبلل چې
غواړي د واشنگتن سیاسي سیستم وښوروي.
میرمن پېلن پر خپل سیال جو بایدن باندی نیوکه
وکړه چې له اوږدې مودی نه د واشنگتن په سیاست کی دخیل دی خو د بدلون هڅه یی هیڅکله
نده کړی.