Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

د فرانسى جمهور رئېس مسکو ته تللى دى

08/09/2008

Russian President Dmitry Medvedev, left, listens to French President Nicolas Sarkozy, at the presidential residence, 08 Sep 2008
       سرکوزی او دیمیتری میدویدوف
سرکوزی په مسکو کې د روسېې له جمهور رئېس مېډوېډوف سره  ددې لپاره ملاقات کوى  چې دروسېې مشران په دې قانع کړى چې له گرجستان نه خپلې قواوې په بشپړ ډول وباسى. 

سرکوزې له خپل سفرنه مخکى په دې خبره زور اچاوه چې اروپاېې اتحآد په خپله دې غوښتنه کې سره متحد دى چې روسېه دې په بشپږ ډول له گرجستان نه خپلې قواوې وباسى.  

ښاغلى سرکوزې چې اوس د اروپاېې اتحآد نوبتى مشر دى تېره مېاشت ېې وکړى شول چې دروسېې او گرجستان ترمنځ اوربند وکړى.

دى به په دې سفر کې کوشش وکړى چې دروسېې مشران  په دې قانع کړى چې د اروپاېې اتحاد ېوه څارونکې  ملکى اداره   په گرجستان کې قبوله کړى.  که څه هم د روسېې دخارجه وزارت ېو ه چارواکى  (Andrei Nesterenko)  د هغه غوښتنه د اروپاېې اتحاد د څارونکې ادارې په هلکه رد کړېدى. 

هغه ووېل چى دغه راز اقدام به غېر ضرورى وى ځکه چې نړېواله څارونکې ډله همدا اوس په گرجستان کې د حالاتو د څارلو لپاره موجوده ده.

ښاغلى سرکوزې به داهڅه هم وکړى چې له گرجستان نه  د دوه جلا شووسېمو جنوبى اوسېشېا او ابخازېا داېنده په باب د نړېوالو خبرو لپاره  ېو مهال وېش وټاکى. 

رپوټ واېې چې اوس هم د روسېې ېو شمېر قواوې په جورجېا کې پرتې دى. روسېه دغو قواو ته د سولى ساتونکې قواوې واېې او واېې چې داوربند شراېط دوى ته اجازه ورکوى چې هلته پاتې شى. 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی