 |
| د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگې لاوروف |
روسیه وايي د گرجستان نه د دوو جلا شویو سیمو، جنوبي
اوسیتیا او ابخازیا سره ډیپلوماتیکې اړیکې ټینگوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگې لاوروف نن ددغو دواړو
سیمو له حکومتونو سره د همدې موضوع په اړه اسناد تبادله کړل.
لاوروف همدارنگه وویل
چې قواوې به یې د گرجستان نه په دوو جلا شویو سیمو، جنوبي اوسیتیا او ابخازیا کې د
ډیر وخت لپاره پاتې وي.
هغه وویل، عسکر یې ددې لپاره پاتې کیږي چې پر دغو سیمو
باندې د گرجستان د بلې حملې مخه ونیسي.
د دوشنبې په ورځ، روسیې او گرجستان پریکړه وکړه چې دواړه
خواوې به خپلې قواوې د حایلې سیمې نه د اکتوبر تر ١٥مې وباسي.
د روسیې جمهور رئیس دیمیتري میدویدوف ددې خبرې لیکلی
ضمانت واخیست چې گرجستان به د جنوبي اوسیتیا او ابخازیا په خلاف پوځي اقدام نه
کوي.
د گرجستان جمهور رئیس میخایل ساکاشویلي ویلي چې په هر
ډول تړون کې باید د گرجستان د خاورې تمامیت ته احترام وشي. د فرانسې جمهور رئیس
نیکولاس سرکوزې د دواړو ملکونو تر منځ د سولې د خبرو منځگړیتوب کړی دی.