د
برتانیې د استخباراتو اداره (ایم.آی.سیکس) پدې باب تحقیق کوي چې څنگه ددغې
ادارې یوه کامره چې محرم اسناد پکې و، د انټرنټ له لارې لیلام شوې او په ٣٠ ډالره
پلورل شوې ده.
د سن ورځپاڼې
لیکلي، یوه برتانوي سړي دغه کامره اخیستې او وروسته یې معلومه کړې چې په کامره کې
د داسې کسانو نومونه، عکسونه او د گوتو نښانونه ثبت دي چې د ترهگرو گمان پرې کیږي.
د سیمې
پولیس وايي، د موضوع په باب د یوه عام سړي لخوا له خبرېدو وروسته یې دغه کامره
نیولې او د پیښې په باب تحقیقات کوي.