Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

د بوش حکومت 'لا تر اوسه غواړی چی د ایران سره د ډیپلوماسی له لاری مخ ته ولاړ شی'

05/10/2008

کاندا لیزا رایس
کاندا لیزا رایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره کاندولیزه رایس وایی د بوش حکومت لا تر اوسه غواړی چی د ایران سره د ډیپلوماسی له لاری مخ ته ولاړ شی.

د بهرنیو چارو وزیری رایس د اسوشیت پریس دا رپور رد کړ چی ویلی یی و د بوش حکومت غواړی ستونزی بل راتلونکی حکومت ته پریږدی.

د امریکا د متحده ایالاتو  او ایران اړیکی له دی امله خرابی دی چی د ایران  د اټومی پروگرام په سر یی لانجه روانه ده.

ایران د ملگرو ملتونو دا غوښتنه بی پروا گڼلی چی د یورانیمو د غنی کولو نه دی لاس واخلی. امریکا او اروپایی ملکونه له دی امله تشویش لری چی ایران اټومی وسلس چوړی نکړی.

ایران بیا دا تور رد کړی او وایی چی د هغوی اټومی پروگام سوله ایزه هدف لری.  د یورانیمو غنی کول کیدای شی د اټومی وسلو د جوړولو لپاره وکارول شی.

 

 

 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی