د امریکا جمهور ریس جورج بوش ملت ته په خطاب کی وویل چی د اقتصادی نوی پلان په
تصویب سره به اوسنی اقتصادی بازار ښه شی خو یو څه وخت به ونیسی.
ښاغلی بوش د شنبی په ورځ په خپلی راډیویی وینا کی هڅه وکړه چی خلکو ته اطمینان
ورکړی او د اوسنی اقتصادی بحران لپاره یی د اوسوه ملیارد ډالرو پلان یوه ښه
پلان وباله.
دغه پلان د جمعی په ورځ توشیح شو او د هغه له مخی به د امریکا حکومت د
اقتصاد او مالی بازار د تقویی لپاره د هغو کمپنیو نه چی د مالی
ستونزو سره لاس او گریوان دی تجارتی قراردادونه او سهمیی تری واخلی.
د اروپایی ملکونو مشران هم د اقتصادی ستونزو د حلولو په چارو بوخت دی.
د فرانسی، برتانیی ، جرمنی او ایټالیی مشرانو د شنبی پهورځ په پاریس کی سره
وکتل او موافقه یی وکړه چی د شخصی بانکونو سره به د مرستی لپاره یو رسمی تړون امظآ
کړی.