 |
| ټوله نړۍ له هغو ستونزو سره مخامخ ده چې امریکا ورسره مخامخ ده: بانکونه له مینځه ځي، او پورونه نه موندل کیږي. |
د امریکا
اقتصادي کړکیچ نړیوال اقتصادي بازارونه اغیزمن کړي، ډېر هیوادونه هڅه کوي چې د
خپلو اقتصادي سیسټمونو د خوندي ساتلو لپاره گامونه اوچت کړي.
د نیویارک د اسهامو بازار د نړۍ
په گوټ گوټ کې په اقتصادي بازارونو اغیزه کوي. ټوله نړۍ له هغو ستونزو سره
مخامخ ده چې امریکا ورسره مخامخ ده: بانکونه له مینځه ځي، او پورونه نه موندل
کیږي.
په روسیې کې به حکومت بانکونو
ته پورونه ورکړي چې په هیواد کې د پیسو د کموالي مخه ونیسي.
میدویدیف: "حکومت به بانکونو ته د لږ تر لږه پنځو
کالونو لپاره ٩٥٠ ملیارده روبل پورونه ورکړي."
روسیه ائیس لنډ ته هم پور ورکوي
چې د هغه هیواد اقتصاد ټینگ کړي.
د سه شنبې په ورځ د ائیس لنډ
حکومت د خلکو د اندېښنو د مخنیوي لپاره د هیواد دویم لوی بانک په خپل لاس کې
واخیست.
ایس لنډ پریزیډنټ: "هرڅه
بند شوي. مونږ خپل اسهام نه شوای خرڅولای او نه مو له خپلو اکانټونو څخه خپلې پیسې
را ایستلای شوای."
په جرمني کې د اوپل د موټرونو
شرکت وروسته له هغه د درېو اونیو لپاره وتړل شو کله چې د موټرونو د اخیستو غوښتنه
کمه شوه.
فرډینانډ: "هغه څه چې په
امریکا کې وشوو هغه به د ټولې نړۍ اقتصادونه ډوب کړي. کله چې اقتصاد سوړ وي نو نه
شي کیدای چې موټرونه زیات خرڅ شي."
په ټولو عربو هیوادونو کې د
اسهامو بازارونه ولویدل. په مصر کې اسهام
په دوو کالونو کې بې ساري ولویدل.
احمد سمیع: "نن مونږ هیڅ
لوی سوداگر ونه لیدل هرڅوک په لوی تاوان ونډې خرڅوي."
په پیټرسن انسټیوټ کې ویلیم
کلاین وايی کیدای شی بالاخره چین له روان اقتصادي کړکیچ څخه د یوه مخ کښ په حیث راووځي.
ویلیم کلاین: "که چیري د
چین اقتصادي پرمختیا هم داسې روانه وي او د نورې نړۍ اقصادونه په ټپه ولاړ وي نو
چین به نور هم ښه ښکاره شي. خو څرگنده نه ده چې هم داسې به وشي. د چین اقتصاد ډېر
امریکا ته په صادراتو ولاړ دی."
اقتصاد پوهان د کړکیچ پای نه
ویني. دوی وايي ددې له مخه چې اقتصادي بازارونه په پښو ودریږي، خلک باید په اسهامو
او بانکونو باندې یو وار بیا باور وکړي.