Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

د امرېکا د جمهورى رېاست کاندېدانو په مهمو مساېلو باندى بحث او مناظره وکړه

08/10/2008

Sen. Barack Obama, D-Ill., (R) Sen. John McCain, R-Ariz., shake hands before the start of their presidential debate at Belmont University in Nashville, Tenn., 08 Oct 2008
         سناتور اوباما او سناتور جان مککین
بېگا د سه شنبی په شپه د جمهوری رېاست د مقام  لپاره ددېموکرات گوند کاندېد کاندېد سناتور بارک اوباما او د جمهوری گوند کاندېد سناتور جان مكېن د خپلی دوهمې مناظرې په دوران کی د امرېکا د اقتصادی بحران، خارجی سېاست او د زمکې د کورې د گرمېدلو پوری مربوطو مساېلو په باب ېو د بل سره ټکر وکړ.

دا مناظره د تېنېسی اېالت د ناشواېل په پوهنتون کی وشوه. 

سناتور مېکېن د موجوده سخت اقتصادی بحران مسوولېت د وال سټرېت د اسهامو د بازار او بانکی موسساتو د مشرانو د حد نه زېا ت حرص او تېری په غاړه واچوه. 

هغه ووېل که جمهور رېس شی نو فدرالی حکومت ته به امر وکړی چه په خلکو باندی دې د بانکونو د خرابو او درندو دبوج د کمولو لپاره  اقدام وکړی تر څو عادی خلک خپل کوورنه له لاسه ورنه کړی.

سناتور اوباما په خپله ځوابی وېنا کی ووېل چه دا ډول اقتصادی مشکلات د بش د حکومت د اتو کالو د ناکام اقتصادی سېاست نتېجه ده، چه جان مکېن ېې تل ملاتړ کاوه او اوس به خلک خپله وروستئ فېصله په دی باب کوی. 

دواړو کاندېدانو د عراق په سر هم ټکر وکړ. 

دا منظره په ېوه داسی تالار کی شوه چه د مقرراتو په اساس  خلکو کولسی شول دکاندېانو نه دځېنو مهمو مساېلو په هکله راسه پوښتنې وکړی. 

اوباما ووېل چه امرېکا باېد عراق نه خپل عسکر را وباسی او خپل زېات عسکر باېد افغانستان ته ولېږی، مگر په مقابل کې ېې جان مکېن که د اباما د پلان په اساس عراق نه د امرېکاېې عسکرو دوتلو نېټه وټاکل شی نو د امرېکاېې قواو د ماتی سبب به شی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی