Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

د افغانستان د کرکټ لوبډلې، فیجي، جرسي، تنزانیا، هانګ کانګ او ایتالیا ته ماتې ورکړه

14/10/2008

Nawroz Mangal

د افغانستان د کرکټ د لوبډلې کپټان نوروز منګل اشنا تلویزیون ته وویل چې دی خپله خوښي هېڅ په کلمو نه شي څرګندولی. 

د افغانستان د کرکټ پياوړی اتله لوبډله په افریقايي هېواد تنزانیا کې د کرکټ د ۲۰۱۱ کال د نړیوال کپ د غوراوي په څلورم پړاو کې تر اتلولۍ وروسته نن خپل هېواد افغانستان ته ستنه شوه.

د کابل هوايي ډګر ته د حکومت چارواکي او لسګونه د کرکټ مېنه وال ورغلي وو او د خپلې اتلې لوبډلې تود هرکلی یې وکړ. 

د کرکټ د ملي لوبډلې پر کپټان او لوبغاړو ګلونه وشېندل شول او د اتڼ په بدرګه یې ستاینه وشوه.

د افغانستان د کرکټ د لوبډلې کپټان نوروز منګل اشنا تلویزیون ته وویل چې دی خپله خوښي هېڅ په کلمو نه شي څرګندولی. 

د کرکټ اتله لوبډله له هوايي ډګر نه تر غازي لوبغالي پوری د چارواکو او مینه والو په ملګرتیا بدرګه شوه. 

په غازي لوبغالي کې د المپیک د اداری له خوا ورته لویه غونډه ترتیب شوی وه چې ګڼو چارواکو پکې برخه اخېستې وه. 

د کرکټ د ملي لوبډلې بهرني روزونکي کبیرخان وویل چې افغان لوبډله دومره پیاوړی ده چې د نړۍ له ډېرو لوبډلو سره یې نه شي پرتله کولئ، د کرکټ د لوبډلې د هرکلي په دی غونډه کې د خصوصي سکټور ځېنې شرکتونو د کرکټ له ملي لوبډلې سره د مرستو غږ هم وکړ.

د افغانستان د کرکټ لوبډلې په تنزانیا کې په پرلپسې توګه، فیجي، جرسي، تنزانیا، هانګ کانګ او ایتالیا ته ماتې ورکړه او پایلوبه یې هم له هانګ کانګ نه وګټله. 

افغانستان اوس د کرکټ دنړیوالې شورا له خوا د نړیوال کپ غوراوي ته په درېیم پړاو کې ځای لري، چې د راتلونکي کال د جنوري په میاشت کې به په ارجنټاین کې ترسره شي.

 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی