Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

د امرېکا حکومت په شخصى بانکو نو کې تر دووسوو بلېونو نه زېاتې ونډې اخلى

14/10/2008

President Bush delivers remarks on the economy in the Rose Garden of the White House in Washington, 14 Oct 2008

بش واېې چې د حکومت مداخله په ستروبانکونو کې ددى لپاره کېږى چې شخصى کاروبارونه تقوېه شى نه دا چى حکومت ېې په خپله ولکه کې راولى.

د امرېکا حکومت په شخصى بانکونو کې د ٢٥٠ ملېاردو ډالرو په اندازه شخصى ونډې اخلى. ددى ترڅنگ د حکومت تضمېنونه چې د پور ونو په برخه کې ېې ورکوى زېاتوى. دژغورنى د وروستېو هڅو په لړکې په بانکونو کې پېسى هم ذخېره کوى.

نن دامرېکا جمهور رئېس جورج بش په سپېنه ماڼى کې ووېل چې دى په دې اسره من دى چې داکار به ډاډ اوباور بېرته خپل حال ته راولى.

بانکونه به هم دېته تشوېق سى چې خلکو ته د پورونو ورکول بېرته پېل کاندى.

د اقتصاد پوهان واېې چې د پورونواو بانکى اعتبار بازار چې اسو څومره سوړ دى که چېرى دا کار دوام پېداکړى نو دنړى اقتصاد به له رکود سره مخامخ شى.

ښاغلى بش واېې چې د حکومت مداخله په ستروبانکونو کې ددى لپاره کېږى چې شخصى کاروبارونه تقوېه شى نه دا چى حکومت ېې په خپله ولکه کې راولى.

د امرېکا د خزانى وزېر هېنرى پالسن واېې چې امرېکا دا کار په نه زړه کوى خو که چېرى دا کا رونکړى نو مانا ېې داده چې بانکونه او مشترېان ېې له مالى مرستى نه پرته په خپل حال پرېږدى او داکار دمنلو وړندى.

د امرېکا داکار چې بانکونو ته پېسى ورکوى په حقېقت کې داوروپاېې هېوادونو هغه اقدام تعقېبوى چې خپلو بانکونو ته ېې دهغوى دژغورنى لپاره دوه ترېلېونه ډالره ورکړېدى.

ددى مېاشتى په سر کې د بانکونو د ژغورنى لپاره دامرېکا کانگرېس اوه سوه بلېونه ډالره منظؤر کړل.

د امرېکا اوسنى پلان هم چې په بانکونوکې ددوه بلېونو ډالرو په اندازه ونډې واخلى دژغورنى دهمدغو هڅو ېوه برخه ده.

 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی