Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

د افغانستان، امرېکا او پاکستان د پوځونو لوړ رتبه قوماندانانو غونډه

15/10/2008

U.S. Army Gen. David McKiernan briefs the Pentagon press corps, on stability and security operations in Afghanistan, 01 Oct 2008
       د پاکستان د پوځ لوی درستېز جنرال اشفاق کېانی، د افغانستان دپوځ لوی درستېز جنرال بسم الله خان او په افغانستان کی د ناتو او امرېکاېې قواو عمومی قوماندان جنرال  ډېوېډ مېکرنن په دې خبرو کی برخه واخېستله.
د افغانستان، امرېکا او پاکستان د پوځونو لوړ رتبه قوماندانانو په راولپنډئ کې د پاکستان د پوځ په عمومی قرارگاه کې ېوه غونډه کړی ده. 

په دی غونډه کی د افغانستان او پاکستان سرحد په اوږدو کی خاربی امنېتی وضع په باب خبری وشوی. 

توقع کېږی چه درېواړو ملکونو قوماندانان به په دې غونډه کی د همکارئ د ېوې شرېکې استراتېژئ په جوړولو باندی په خپل منځ کی سره سلا مشوره وکړی.

د پاکستان د پوځ لوی درستېز جنرال اشفاق کېانی، د افغانستان دپوځ لوی درستېز جنرال بسم الله خان او په افغانستان کی د ناتو او امرېکاېې قواو عمومی قوماندان جنرال  ډېوېډ مېکرنن په دې خبرو کی برخه واخېستله. 

بل پلو، امرېکا اکثرا د پاکستان نه غواړی چه په قباېلی سېمې باندې دې خپل کنترول زېات کړی او دهغو کسانو مخه دې ونېسې چه افغانستان ته دحملو لپاره راوړی. 

په قباېلی سېمو باندی دېو طرفه  هواېې حملو په وجه هم دامرېکا او پاکستان تر منځ جنجال راپېدا شوی دی.

دپا کستان امنېتی مقامات واېې چه په باجوړ کې دوسله والو طالبانو سره په نښتو کې ېې تقرېبا څلور کسان وژلی دی. 

پوځی مقامات واېې چه  دباجوړ په مرکز ښار کې ېې ددغو عملېاتو له امله دخلکو په گرځېدلو باندی قېودات لگولی دی. 

دپاکستان پوځ په باجوړ کې په پراخه پېمانه عملېات  داگست په مېاشت کی شروع کړل او د ملگرو ملتونو مامورېن واېې چه دسېمې نه دجنگ په وجه ېو لک نوي زره عام خلک بی کوره شوی دی چه زېاتره ېې افغانستان ته اوښتلی دی.

 

 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی