Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

د پاکستان جمهور رئېس آصف على زردارى په چېن کې دى

15/10/2008

Asif Ali Zardari-Pakistani President
د پاکستان جمهور رېس اصف علی زرداری

توقع کېږی چه د پاکستان جمهور رېس اصف علی زرداری به نن په بېجنگ کی دچېن دجمهور رېس هو ژېن تاو سره ملاقات وکړی او  ددغه هېواد سره به څو موافقې دښاغلي زرداری دسفر په وخت لاس لېک  شی.

 زرداری دسه شنبی په ورځ  دېوه څلور ورځني سفر په نېت بېجنگ ته ورسېده. 

ټاکل شوی ده چه دواړه ملکونه به د اتومی انرژئ  په ساحه کی خپله همکاری زېاته کړی.

د چېن دخارجه وزارت ېوه  نطاق پرون خبرېالانو ته ووېل چه داتومئ انرژئ په ساحه کی ددواړو ملکونو ترمنځ ډېره ښه همکاری شته. 

نطاق زېاته کړه، چېن تېار دی چه د پاکستان سره خپله همکاری نوره هم پراخه کړی، خو نطاق دا خبره تاېېد نه کړه چه شاېد د چېن حکومت به، د ښاغلي زرداری دسفر په وخت پاکستان ته د غېر نظامی استعمال لپاره د اتومی بټئ د برابرولو په مسله هم غور وکړی.

زرداری د چېن د خبر رسولو رسمی اژانس زېنهوا ته ووېل چه دواړه ملکونه په فرهنگی ساحه کی ډېره ښه همکاری لری او دواړه نژدی دوستان دی، خو دغه دوستی ېې لا ت راوسه پوری په اقتصادی ساحه کی په  ښه ډول  نه ده منعکسه شوی. 

د جمهور رېس په صفت چېن ته د ښاغلي زرداری  دا لومړی سفر دی.

 

 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هیلري د امریکا راتلونکې د بهرنیو چارو وزیره وټاکل شوه

  نور رپو ټونه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی