Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

د برتانیا د کرکټ په ټورنمنټ کې، د افغانستان د کرکټ ملی لوبډله

21/05/2008

کرکت
"د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله که څه هم ډیره ځوانه ده، ولې تر اوسه یې په ۳۷ بهرنیو سیالیو کې څلور دیرش یې ګټلي"
په وروستیو شپږو کلونو کې په افغانستان کې د کرکټ لوبې خورا زیات مینه وال پیدا کړي. دا لوبه اوس رسمي ده او افغانستان د کرکټ ملي لوب ډله هم لري چې په ډیرو بهرنیو سیالیو کې بر یاليتوب تر لاسه کړی
.

د سې شنبې په ورځ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، د بریطانیا په جرسي ټاپو کې، د دولسو هیوادونو د کرکټ په ټورنمنټ کې د لوبېدلو په موخه، له کابله وخوځیدله. 

په جرسي کې د کرکټ دغه ټورنمنت چې د کرکټ د نړیوال فیډریشن یا ای سي سي له خوا په لار اچولی شوی، د دوه زره او یولسم کال د نړیوال کپ سیالیو ته درسیدو لپاره پنځم پړاو دی.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته په کار دي چې په دغه ټورنمنټ کې لومړی یا دو هم مقام ترلاسه کړي، تر څو نړیوالو سیالیو ته یې لاره اسانه شي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشران وايي چې دا سیالۍ ورته زیاتې مهمې دي‌ او په تیرو څلور میاشتو کې یې لوبغاړو پوره زیار ویستلی. 

د کرکټ د ملي لوبډلې کوچ یا روزونکی، تاج ملک وايي چې په لومړي وار یې لوبډلې بالینګ مشین ترلاسه کړی او ددی ماشین له لاری یې لوبغاړي د تیز بال غورځوونکو بالونو له وهلو یا بېټ کولو سره اشنا شوي.

کرکت
دا لوبه په لومړي وار څه باندې سل کاله وړاندې د کابل په بالاحصار کې د وخت د بریطانوي امپراتورۍ د هند دوچې سیاسي استازی مکناټن هم کړی.
تاج ملک د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کوچ وایی: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله که څه هم ډیره ځوانه ده، ولې تر اوسه یې په ۳۷ بهرنیو سیالیو کې څلور دیرش یې ګټلي، خو تر ټولو لویه بریا یې تیر کال په کویټ کې د اسیايي هیوادونو په شل اوریزو لوبو کې بریالیتوب وو، چې ډغه لوبډله یې ډیره وځلوله. دا ډول دی لوبډلې په نیپال کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لرلې. 

د افغانستان د کرکټ د لوبډلې کپټان نوروز منګل چې په خپله اوپنر بیټسمین او سپینر بالر دی، د کرکټ دلوبډلې لوبغاړي دا ول ښيي.

 نوروز منګل د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان وایی د کرکټ لوبه د دوو لوبډلو له خوا تر سره کیږي، چې یوی خوا ته یې بالینګ ډله یا توپ ویشتونکي، او بل لورته د بیټینګ ډله یا بال وهونکي دي. بیټسمین باید دبالر پنډوسکی ووهي او منډه و کړې چې دا منډه په نمبر حسابیږي. هغه ډله ګټونکې ده چې زیاتې منډې یا رنز وکړي.

په افغانستان کې د کرکټ د لوبغاړو لپاره یوه لویه ستونزه چې لوبغاړي یې یادوي، د میدانونو نشتوالی دی. د هیواد دالمپیک د کرکټ د فدراسیون مشر، شهزاده مسعود وايي چې که څه هم یو لوبغالی میدان جوړ کړی، ولې ستونزی یې پری ټولې نه شي هوارېدلی.

شهزاده مسعود د افغانستان د المپیک د کرکټ د فدراسیون مشر تر ډیره د کرکټ لوبه په پاکستان کې افغان کډوالو دایسارتیا په وخت یاده کړی چې اوس مهال د هیواد په ګوټ ګوټ کې دغې لوبې رواج موندلی.

کرکټ دا مهال په نړۍ کې په ملیونونه مینه وال لري. دا لوبه په لومړي وار څه باندې سل کاله وړاندې د کابل په بالاحصار کې د وخت د بریطانوي امپراتورۍ د هند دوچې سیاسي استازی مکناټن هم کړی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی