Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

د المپیک د دوه زره او اتم کال په سیالیو کې سږ کال له افغانستان نه څلور لوبغاړي برخه اخلي

26/05/2008

Olympics flag
ددغو څلورو لوبغاړو دوه یې د اتلانتیکي لوبو او پاتې یې د تیکواندو په برخو کې دي. د چین دبېجینګ په ښار کې د دوه زره او اتم میلادي کال دالمپیک نړیوال سیالیو ته له افغانستان نه د تکواندو په برخه کې دوه تکواندو کاران تلونکي دي. 

دغه دواړه تکواندوکاران له څو میاشتو راهېسې دتکواندو په سختو تمرینونو لګیا دي. د دواړو له منځه یو یې هم نثار احمد بهاوي دی. 

نوموړی د تکواندو د اسیایي لوبو مرستیال قهرمان هم پاتې شوی، نثار احمد بهاوي هر روڼ سهار د کابل د باغ بالا په غونډې کې له نورو ملګرو سره د بیجنګ د لوبو لپاره تمرینونه ترسره کوي. 

بهاوي وايي چې د بېجینګ د المپيک سیالۍ ورته زیاتې مهمې دي. هغه وايي هڅه به وکړي چې افغانستان ته له مډالو سره یو ځای را وګرځي.

نثار احمد بهاوي تیکواندو کار او د المپيک د سیالیو برخوال دبېجینګ دالمپيک په لوبو کې بل برخه اخیستونکی تکواندو کار روح الله نیکپای دی. هغه تیر کال په ویتنام کې دتکواندو دالمپیک دبرخې اخیستنې په لوبو کې وکولای شول چې په خپل مټ د المپيک سیالیو ته د ننوتو کارت واخلي. 

روح الله نیکپای یو ویشت کاله عمر لري او دتکواندو په ۵۸ کیلو ګرامه وزن کې لوبې کوي. هغه وايي چې لس کلن وو په تکواندو یې پیل کړی. 

روح الله نیکپای د افغانستان دتکواندو دملي ټیم لوبغاړی دی. هغه هره ورځ ۷ ساعته دیوه کوریايي روزونکي له لوري روزنه ترلاسه کوي.

روح الله نیکپا تیکواندو کار او دالمپيک دسیالیو برخوال روح الله نیکپای وايي چې په تیرو شپږو کلونو کې ایران، هند او د جنوبي اسیا په سیف ګیم سیالیو کې یې لومړي مقامونه ګټلي. 

په جنوبي کوریا کې یې په سیالیو کې دوهم شوی او د چین په اسیايي تکواندو سیالیو کې یې دریم مقام هم ګټلی.

دافغانستان دالمپیک اداره هم د تیکواندو له دغو لوبغاړو تمه لري چې په المپیک کې ښه وځلیږي، د افغانستان دالمپيک د کمېټې مشر انور جګدلک وايي چې په تیرو شپږو کلونو کې دتیکواندو لوبغاړو ورته زیات مډالونه ترلاسه کړي. 

هغه وايي چې ددوی تیرو بریاوو ته په کتو هیله لري چې په المپیک کې نثار احمد بهاوي او نیکپای ډیر څه وکړي.

محمد انور جګدلک د افغانستان د المپیک دملي ادارې مشر افغانستان په پخوا وختونو کې هم المپيک ته ګڼ لوبغاړي ور پيژندلي وو ولې کومه بریا یې نه وه ترلاسه کړې، خو په تیرو شپږو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې لوبغاړي یې د المپیک نړیوالو یالیو کې برخه اخلي. 

د تیکواندو ددی لوبغاړو سربېره محبوبه او مسعود عزیزي دمنډو په سیالیو کې په بېجینګ کې هم برخه اخلي.

محبوبه او مسعود دا مهال په مالیزیا کې دي او هلته د بېجینګ لوبو ته په روزنه بوخت دي. 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی