Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

شین رنگ د طبابت له لحاظه په اعصابو ډیر ښه تاثیر لری

01/06/2008

شنه رنگ
شین رنگ د اسمان او د اوبو سره تشبح کیږی چی د ژوند او ارامش معنا لری.

شین رنگ سږ کال د کال رنگ شو. شین رنگ د طبابت له لحاظه په اعصابو ډیر ښه تاثیر لری.

په واشنگټن ډی سی کی یو داسی یو موزیم جوړ شوی چی ټول پکی شین رنگ څخه استفاده شوی ده.

 د شنو رنگونو ننداره، اغیزی یی په کلتور، او په ټکرانو کی له هغه څخه استفاده د تاریخ په اوږدو کی تل رواج لری دی. دا نندارتون په ټوله نړی کې له ابي رنگ سره د خلکو د مینې ښکارندوی دی.

لی تالبات په واشنگټن ډی سی کی د ابی رنگه منسوجاتو د موزیم مرستیال دی. هغه وایی په ټکرانو کې ځکه د ابی رنگ څخه ډیره استفاده کیږی چې دا رنگ د انسان د روحي ارامتیا سبب گرځی.

په ټولنه کې مختلف رنگونه د انسانانو په رواني حالت باندی ډول ډول تاثیرات لری. شین رنگ معمولاً د ارامش سبب گرځی چی په عمومی ډول سره ورته د ارامونکی رنگ په سترگه کتل کیږی.

نړی پیژتدونکی پدی عقیده دی چی رنگونه د انسانانو لمړنی تجربې گڼل کیږي. وینه او اور د سور رنگ سره تشبح کیږی او سور رنگ د خطر او ناارمی سره.

خو بل خوا ته بیا شین رنگ د اسمان او د اوبو سره تشبح کیږی چی د ژوند او ارامش معنا لری. په اوسني وخت کې د ټکرانو د رنگولو لپاره د کیمیاوی موادو څخه استفاده کیږي، په داسې حال کې چې د پیړیو راهیسې به خلکو د نیل په شان له طبیعی رنگونو څخه استفاده کوله. 

سږ کال د شین رنگ څخه ډیره گټه اخیستل شوی ده. په نړیواله کچه طراحان او هنرمندان د نړی د وضیعت د ارامش په موخه شین رنگ ته مخه کوی. 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی