Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په کابل کی تود هرکلي سره مخ شوه

02/06/2008

لندن
د افغانستان د کرکټ دملي لوبډلې روزونکی وویل چی هیڅ باور یې نه راځي چې دومره ستر بریالیتوب یې ترلاسه کړی.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کابل هوايي ډګر ته له رارسیدو سره سم د ګڼو پلویانو له تود هرکلي سره مخ شوه. 

د کرکټ لوبډلې اتلو لوبغاړو ته اتڼونه وشول او د ګلونو امیلونه یې په غاړه کې ور واچول شول. د کرکټ لوبغاړي د سلګونو خلکو په بدرګه له هوايي ډګر نه تر غازي لوبغالی پوری بدرګه شول. 

د کرکټ د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي په تیره بیا د وروستۍ سیالۍ ستوری اتل هستي ګل عابد زیات ونازول شو. هغه د جرسي په وړاندې غوره لوبه وکړه او خپل هیواد یې بریالی کړ.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، د کرکټ د ملي لوبډلې بریا ستایلې او ټول ملت ته یې مبارکي ورکړې. په غازي لوبغالي کې ورته په رسمي ډول مراسم ترتیب شوي وو. 

پدی مراسمو کې د حکومت د چارواکو د ګډون برسېره دولسي جرګې غړو او په کابل کې د اسټرالیا سفیر هم برخه اخیستې وه.

د ولسمشر کرزي سلاکار او د کرکټ د فدراسیون مشر، شهزاده مسعود وویل چې لوبډلې یې بې ساری بری خپل کړی. 

د افغانستان د کرکټ دملي لوبډلې روزونکی یا کوچ تاج ملک اشنا تلویزیون ته وویل چی هیڅ باور یې نه راځي چې دومره ستر بریالیتوب یې ترلاسه کړی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی