Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

څلویښت فیصده مصریان د ورځې په دوه ډالره یا لږ باندې ژوند کوي

02/06/2008

Rations are subject to a reduction in Somalia because of increased costs
د ملگرو ملتونو د خوراکي څانگې د خپور شوي رپوټ په اساس، په ټوله نړی کې شا او خوا اته سوه پنځوس میلیونه خلک د لوږي سره مخامخ دي.
د یکشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو د خوراکي پروگرام په نوښت په نړۍ کې زیاتیدونکې لوږې ته د توجه جلبولو لپاره په مصر، چین، اندونیزیا او فیلیپین کې یو لړ پروگرامونه ترسره شول
.

په ډیرو ښارونو کې خلک د لوږې د ختمولو او د بې وزلو ماشومانو د مړولو تر شعار لاندې راټول شوي وو.

 ستر شعارونه په لاس کې د مصر په پلازمینې قاهره کې زرگونو خلکو یو سوله ایز لاریون وکړ.

مصر په منځڼیي ختیځ کې د امریکا ډیر ملگری هیواد دی او په دې هیواد کې د خوراکي موادو کمۍ د نړی په بې وزلو هیوادونو کې د لړزوونکي حال یوه غوره بیلگه بلل کیږي.

 څلویښت فیصده مصریان د بې وزلۍ د منل شوې نړیواله سطحې یعنې د ورځې په دوه ډالره یا لږ باندې ژوند کوي.

د غوړیو، وریځو او نورو اړینو خوراکي توکو بیه د سږ کال د پیل نه راپدیخوا دوه برابره شوي ده او ٧٦ میلیونه نفوس ته وچه ډوډی حکومت په ارزانه بیه ورکؤي خو د تیر څه وخت راهیسي دا پروگرام د سختو ستونزو سره مخامخ دی.

وچه ډوډی د مصریانو د خوراک اساسي برخه بلل کیږي او حکومتي نانوایانې یوه ډوډی په یو امریکایي سنت چې دوه افغانی کیږي خرڅوي، خو دې نانوایانو ته د خلکو اوږده کتارونه جوړ وي او د ډوډی د نشتوالي له امله ډیر ځلي د خلکو او حکومت ترمنځ اخ وډب هم شوی دی.

وچه ډوډی د مصریانو د خوراک اساسي برخه بلل کیږي
 په مصر کې د ملگرو ملتونو د خوراکي توکو او کرهنې د ادارې مرستیال رئیس په لاریون کې گډون کړی وو او وویل: ”ددې لاریون هدف هغو اتیا میلیونه بې وزله خلکو ته د نړیوالو او بډایه هیوادونو پام اړول دي چې د لوږي سره مخامخ دي."

 د مصر په څیر د اندونیزیا په پلازمینې جکارتا کې هم یو دروند لاریون وشو. د نړیوال خوراکي پروگرام د اندونیزیا د دفتر رئیسې انجیلا رینبا وویل په ټوله نړی کې څو سوه میلیونه کسان لوږي دي.

انجیلا رینبا وویل: ”په ټوله نړی کې خلک د لوږي د ختمولو لپاره راوتلي دي. ددې لاریون هدف د خلکو یوې بنسټیزې اړتیا او په خاصه توگه هغو نهه پنځوس میلیونه ماشومانو ته چې هره ورځ په تشه گیډه ښوونځي ته ځي، د نړی پام اړول دي."

 د چین په ډیرو ښارونو کې هم ورته لاریونونه وشول. یو گډون کوونکی وایي ”ددې لاریون له لاري زه د هغو خلکو سره خپله خواخوږي څرگنده وم چې د لوږي سره مخامخ دي.

د فلیپین په پلازمینې مانیلا کې هم د نړی نه د لوږي د ورکولو د پروژې په ملاتړ لاریون وشو.

 د ملگرو ملتونو د خوراکي څانگې د خپور شوي رپوټ په اساس په ټوله نړی کې شا او خوا اته سوه پنځوس میلیونه خلک د لوږي سره مخامخ دي او ددې خلکو ډیرۍ په بې وزله او مخ پر ودې هیوادونو کې اوسیږي.

 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی