Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

د مغزو د جراحی عملیه

04/06/2008

pool dem convention kennedy 27jul04003 150.jpg
ښاغلی کینیدی د می په میاشت کی بی هوشه شو او کله چی د بیوپسی معاینه وشوه، نو تثبیت شوه چی د مغزو سرطان لری.
د امریکا سناتور، ادوارد کینیدی، له هغه وروسته چی د مغزو د جراحی عملیات وکړل، یوه ورځ وروسته یی وکولای شول چی په خپلو پښو وگرځی
.

د هغه دفتر وایی چی د ٧٦ کلن سناتور روغتیایی حالت بالکل ښه دی. د سناتور ادوارد کینیدی دفتر همدا شان وایی چی د هغه د مغزو عملیات پرته له کوم اختلاط نه د شمالی کرولینا د ډوک په روغتیایی مرکز کی تر سره شول.

ښاغلی کینیدی د می په میاشت کی بی هوشه شو او کله چی د بیوپسی معاینه وشوه، نو تثبیت شوه چی د مغزو سرطان لری.

 دغه ډول سرطان په نامه دی ملگنانت یا خبیثه گلیوما یادیږی چی اساسا د آستروسایتوما په نامه سرطان څلورم ډول دی.  دا ډول تومور معمولاً د مغزو په هغه برخه کی پیدا کیږی چی خبری کول او حرکات په کی کنترولیږی.

د جورج واشنگټن د پوهنتون په طبی مرکز کی د اعصابو جراح، انتونی کپوتی، وایی: "کله چی مونږ وایو چی عملیات موفقانه تر سره شول، هغه په دی معنی دی چی نوی فیصده مو سرطانی پارچی د مغزو نه ایستلی دی. او د پاتی شوی برخی د تدوای لپاره د کیموتراپی او شعاع ورکولو نه کار اخیستل کیږی."

ډاکتر کپوتی وایی معمولاً جراحان مخکی له دی چی د مریض سر د جراحی نه وروسته وتړی د کیموتراپی یو تابلیت پکی ایږدی.

More American doctors go into specialized medicine like surgery
د سناتور کینیدی د جراحی عملیه په نامه دی کرنیوتومی یادیږی چی په دی عملیه کی د مریض د سر کوپړی خلاصیږی او راسا ماغزه په سترگو کتل کیږی او گوری چی د تومور موقعیت چیری دی.

په دی وخت کی د ایم آر آی او سی ټی سکن نه هم استفاده کیږی. او په دی ډول ډاکتران کولای شی تومور غوڅ کړی، بیا مریض د عملیاتو په وخت کی بیرته په هوش راوستل کیږی.

کینیدی هم د عملیاتو په وخت کی د یو څه وخت لپاره په هوش راوستل شو.

ډاکتر انتونی کپوتی وایی چی ماغزه معمولاً د درد احساس نه کوی نو مریض کیدای شی چی د بیهوشی نه راویښ شی او بیا د هغه د عضلاتو د حراکاتو او د خبرو کولو قابلیت مطالعه شی.

د یادولو وړ ده چی د جراحی په وخت کی هڅه کیږی چی د تومور د ایستلو په وخت کی د مریض د خبرو کولو اود حرکاتو ناحیی ته کوم ضرر ونه رسیږی.

 البته په دی څو ورځو کی به سناتور کینیدی ته د دی لپاره دوا ورکړل شی چی د مغزو د التهاب یا پړسیوب او اختلاجاتو مخه ونیسی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی