 |
| اوباما: زه یو اساسي بدلون غواړم. |
د جمهوري ریاست د دموکرات گوند احتمالي کاندید سناتور بارک اوباما
وايي که چیرې هغه امریکا جمهور رئیس وټاکل شي نو هڅه به وکړي چې د دې هیواد
د بهرني سیاست تگ لاره بدله کړي.
د څارونکو په نظر هغه نظریې چې ده د انتخاباتي مبارزو په ترڅ کې څرگندې
کړي دي ښيي چې اوباما د امریکا د بهرني پالیسي په مسایلو کې منځنۍ لاره تعقیبوي.
خو په دې خبره چې دی به د هغو ملکونو د مشرانو سره چې د امریکا سره دښمني
لري وگوري د جمهوري غوښتونکی گوند کاندید تر انتقاد لاندې راغلی دی.
سناتور بارک اوباما ژمنه کړېده چې د امریکا د بهرني سیاست لپاره به یو بل
تگ لورۍ وټاکي، د عراق نه د خپلو عسکرو د ویستلو نه راواخله د گوانتانامو د تړلو
پورې دده په ژمنه کې شامل دي. ده د خپلو انتخاباتي مبارزو په بیانیو کې ویلي
ؤ چې دی به د بش د ادارې په بهرني سیاست بیا کتنه وکړي.
اوباما وايي: "زه یو اساسي بدلون غواړم. دا یې اوس وخت دی چې مونږ
د نړی سره بیل چلند وکړو او ورته ووایو چې مونږ به د یوه مخکښ په حیث وړاندې
شو. مونږ حاضر یو چې په خپلو اعمالو او
نمونوي کارونو بیا د دنیا مشري تر لاسه کړو."
کار پوهان وايي د اوباما دا څرگندونې د هغو نظریو برخه ده چې پخوانیو
جمهورو رییسانو ورکړي دي خاصتاً د دموکراتو جمهورو رئیسانو لخوا. جمهور رئیسانو لکه هاري ترومن او جان
کنیډی په نورو هیوادو کې د اقتصادي ودې
او پرمختیا په اړتیا ټینگار کاؤ او ویل به یې چې د دې لپاره چې د امریکايي
ارزښتونو، دموکراسي او بشري حقوقو ساتنه وشي، باید د نورو سره مرستې وشي.
د بهرني اړیکو د شورا کارکونکی پیتربینارت وايي چې اوباما په هغو عنعنو
غږیږي چې د ١٩٠٠ په اولو کلونو کې ورباندې عمل کیده.
 |
| سناتور میکین |
بینارت وايي: "په اوباما کې هغه احساس شته چې د وډرو ولسن په مفکورې
کې یې انعکاس موندل کیږي. ده ویلي ؤ چې
مونږ داسې یوې نړۍ کې اوسیږو چې خطرات یې ټولو ته یو شان دي. په دې خطراتو کې د اقلیم بدلون، عامه روغتیا
او اقتصادي بې ثباتي ټول شامل دي.
دوی نه یواځې زمونږ ملت ته گواښ
دي بلکه نوره نړۍ هم تهدیدوي او ښايی چې دې خطراتو سره د همکارۍ له لیارې چلند
وشي. د امنیت راوستل او د منافعو تامیندل کیدای شي په همکاریو لاس ته راشي، نه د
جنگ جگړې له لیارې.
که چیرې اوباما جمهور رئیس شي د عراق نه به په مرحله واره توگه امریکايي
عسکر وباسي او دده د واک د تر لاسه کولو سره به جوخت د عسکرو ایستل هم پیل
شي. دده لخوا څرگنده شوې پالیسي به دا وي
چې په هره میاشت کې یو شمیر عسکر وباسي او د شپاړسو میاشتو په موده کې ټول عسکر
وباسي. ددې سره سره ده نه دي ویلي چې ټول
عسکر به وباسي.
اوباما د ایران د اتومي غوښتنو په مورد کې د بش د ادارې نه بیل دریز لري
او غواړي د تهران سره په دې موضوع بې له قیده او شرطه خبرې وکړي. خوده
د اسرائیلو په وړاندې د بش د ادارې په شان ورته دریځ خپل کړی دی.
اوباما: "زه به هر هغه څه وکړم چې زما په وسعه کې وي تر څو ایران د
اتومي وسلې د لاس ته راوړلو نه ودروم، هرڅه...."
د هغه د سختو خبرو مقصد دا ؤ چې د جمهوري غوښتونکو د احتمالي کاندید جان
مککین د هغې خبرې تردید وکړي چې ویلي دي اوباما په بهرني سیاست کې کافي تجربه نه
لري. او اوباما باندې یې دا ملنډې وهلي
دي چې دې غواړي د ایران د جمهور رئیس احمدي نژاد سره خبرې وکړي.
جان مککین ویلي دي چې امریکایان باید په دې خبره باندې اندیښمن وي چې د
جمهوري ریاست یو کاندید غواړي د هاوانا نه تر پیونگیانگه پورې دیکتاتورانو
سره وگوري.
په مقابل کې اوباما دغه انتقاد مسترد کړی دی او وايي چې د جمهوري غوښتونکو
یوه مهم جمهور رئیس رونالد ریگن د ساړه جنگ په وخت کې د پخواني شوروي اتحاد د
جمهور رئیس مېخاییل گورباچوف سره خبرې کړې وې.
خو ددې سره سره، د هرېتیج د بنسټ نه د بهرنیو پالیسیو یو ماهر هلې ډیل وايي
اوباما د تجربې په برخه کې کمزوری دی.