Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

مکېن وايي هغه په خپله باندنۍ پالیسي کې حقيقتونه په نظر کې نیولې دي

22/06/2008

Sen. John McCain points to a reporter during a press briefing at his campaign headquarters in Arlington, Virginia, 16 June 2008
مکین وايي د ترهگرۍ خلاف جگړې گټلو لپاره ضرور ده چې امریکا د عراق جگړه وگټي
د امریکا د جمهوري ریاست جمهوري غوښتونکی کاندید جان مکېن وايي هغه په خپله باندنۍ پالیسي کې حقيقتونه په نظر کې نیولې دي. پوهان وايي د پخواني نظامي افسر او په ویتنام کې د یوه جنگي قیدي په حیث هغه په ښه توگه کولای شي چې امریکا له دوښمنانو خوندي وساتي.

جان مکین وايي نظامي دنده او د ویتنام په جگړه کې پنځه کاله بند هغه تجربې دي چې ده ته یې په حقیقتونو باندې ولاړه پالیسي ور زده کړې. د هغه توجه په ملي امنیت ده، لکه څنگه چې یې د  مارچ په میاشت کې د کلیفورنیا په لاس ایجلس ښار کې و ویل:

مکېن: "‎زه پوهیږم چې مونږ باید د باثباتې او دایمي سولې لپاره تخلیقي کار وکړو او زحمت وکاږو. مونږ د باثباته نږۍ لپاره یواځي په دعاوو تکیه نه شو کولای.

مونږ داسې دښمنان لرو چې هیڅ رنگه برید وحشتناکه نه ورته ښکاري، او نه ترکوم بېگناه انسان لاس اړه وي. او که یې په وس کي وي د نړۍ ترټولو خطرناکو وسلو په وسیله به وار راباند وکړي."‎

مکین وايي د ترهگرۍ خلاف جگړې گټلو لپاره ضرور ده چې امریکا د عراق جگړه وگټي، هغه له خپل سیال بارک اوباما سره په دې نظر اختلاف لري چې وايي که چیري هغه د امریکا جمهور رئیس جوړ شي نو ژر تر ژره به له عراق څخه امریکايي عسکر را وباسي. مکېن وايي ایران حتماً باید له دې چې اټومي وسلې ترلاسه کړي منع کړای شي.

د نړیوالو اړیکو په شورا کې د باندنیو چارو کارپوه پیټر بینارټ وايي چې د مکېن سابقه داسي ده چې هغه د مسلو حل یواځي له پوځي لارې غواړي.

پیټر نینارټ: "‎زما په فکر جان مکېن یواځي د محافظه کاره مفکورو له نظره قومونه له یو بل سره په ټکر کي ویني، نه له یو بل سره د مرستې په فضا کي، او دا مفکورې دی دې ته هڅوي چې نورو مسلو ته کم او پوځي خطرونو ته زیاته پاملرنه وکړي."‎

مکېن چې څو ځله عراق ته په سفر تللی وايي دی د جگړې وحشت بل تر هرچا ښه پېژني، او یواځي یو کم عقل او یا دروغجن به جگړه خوښه وي.

په محافظه کاره هیرېتیج بنیاد کې د باندنیو اړېکو کار پوهه هیلي ډېل وايي که څه هم د مکېن ځینې تگلارې جورج بوش ته ورته دي، خو  دی په مفکوریي اړخونو ډېر زور اچوي

ډېل: "‎زما په فکر دا به مناسب نه وي چې سړی هغه بوش ته ورته و بولي، په ځېنو شیانو کې هغه بیخي محافظه کار نه دی. سړی باید د هغه نظر به هرې مسلې بیل بیل وڅېړي. 

که د عراق او افغانستان مسلو او په نړۍ کې ډیموکراسي خپرولو ته وگور نو دی نویو محافظه کارانو ته ډېر نږدې دی، خو د اقلیم بدلون، له اروپا او له نورو ډلو سره که د همکارۍ لپاره د هغه نظر ته وگورو نو دی بیخي محافظه کار نه دی."‎

ډېل وايي مکین د خپلو لبرال نظرونو له کبله ځیني محافطه کاران خپه کړي دي.

په دواړو گوندونو کې ډېر خلک وايي دوی مکېن ته د هغه د پوځي سابقې، ذهني او بدني سختوالي او د یوه معتبره شخصیت له کبله احترام لري.  سپیني ماڼۍ ته د رسېدو لپاره به هغه په دغو صلاحیتونو زور اچوي، او بیا بیا به رایې اچونکو ته د لسیزو پوځي خدمتونه او د باندنۍ پالیسۍ تجربې وریاده وي.

          

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی