Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

په هند کې نوی رپوټ څرگندوي چې د ځوانو نجونو شمیر نور هم لږ شوی دی

23/06/2008

India

د بریتانیې یوې خیریې موسسې رپوټ ورکړی دی چې د هند په ځنو سیمو کې په تیرو پنځو کلونو کې د ځوانو نجونو شمیر د هلکانو په تله لږ شوی دی. 

په هند کې هلکانو ته د نجونو په تناسب ترجیح ورکول کیږي او نجونې د جنین په مرحله کې له منځه وړلې کیږي. 

د هند په شمال اوشمال ختیز کې یوې مطالعې ښودلې ده چې د شپږو کلونو نجونو شمیر د ٢٠٠١ کال نه را په دې خوا مخ په کمیدلو دی.  په دې کال کې د ملک په ټولو برخو کې سرشمیرنه شوې وه.

د ‏«‎ورک کیدونکې لوڼې‏»‎ په نامه رپوټ د اکشن ایډ او د کاناډا د بین المللي پرمختیا د څېړنو د مرکز لخوا خپور شوی دی. 

په رپوټ کې ویل شوي دي چې د هند په هغو پنځو ایالتونوکې چې سروې په کې سرته رسیدلې ده، د هرو زرو هلکانو په تناسب د نجونو شمیر ٨٠٠ ؤ.  په ټول ملک کې دغه تناسب په متوسط ډول د زرو په مقابل کې ٩٥٠ ؤ.

رپوټ کې ویل شوي دي چې دغه کمیدل هم په کلیو بانډو کې او هم په بډایو ښاري سیمو کې ترسترگو کیږي او دا ښيي چې په ټولو طبقاتو کې هلکانو ته د نجونو په تله ترجیح ورکول کیږي.

د رپوټ عمده لیکونکی جیوتي ساپرو وايي د هند د پنجاب په شمالي سیمه کې ډیرې کورني لږ شمیر اولادونه خوښوي او دې سره د نجونو لپاره ساحه  نوره  هم تنگوي.

سپارو وايي:" د مثال په ډول د پنجاب په ښاري سیمو کې دوی اکثراً په دې فکر کې دي چې یو ماشوم ولري او هغه هم زوی وي، نو ځکه د نجلی لپاره ځای نشته.  اوس هلته ډیرې کورنۍ دي چې یواځې یو زوی لري او بس."

Underprivileged girls in Bangalore, India (2007 file photo)
د هند په شمال اوشمال ختیز کې یوې مطالعې ښودلې ده چې د شپږو کلونو نجونو شمیر د ٢٠٠١ کال نه را په دې خوا مخ په کمیدلو دی. 
په رپوټ کې ویل شوي دي چې کورني هغه څه کوي چې په توان کې یې وي تر څو د نجونو د زیږیدلو مخه ونیسی.

ځنې کورني داسې دي چې کله د الترا سونډ په واسطه پوه شي چې راتلونکی اولاد نجلی ده، نو یې فوري له منځه وړي.  د ١٩٩۴ کال په قانون کې د الترا سونډ استعمال منع شوی دی، خو بیا هم خلک ورنه گټه اخلي. بله ستونزه دا ده چې د نجونو د ژوندي پاتې کیدلو چانس په دې سبب هم ډیر لږ دی چې ددوی روغتیا ته پاملرنه نه کیږي.

هلکانو ته د نجونو په تله تر جیح ورکول د هند د کلتور برخه ده او نجونې یو اقتصاد بار بلل کیږي. کورني مجبوره دي چې د واده په وخت کې نجونو سره جهیز هم ورکړي.

ساپرو وايي:" د نجونو په تعلیم او روغتیا باندې پانگه اچونه کورنیو ته یو ضرر معلومیږي او دې سره د جهیز ستونزه هم شته ده.  نو ځکه دوی هڅه کوي چې په هلکانو باندې پېسې خرڅ کړي او ددوی په واده ېې ولگوي."

په تیره لسیزه کې هند څو ځلي د خلکو د پوه کولو کمپاینونه وکړل او د نجونو د حقوقو ټینگار وکړ خو په دې برخه کې پرمختگ خاصتاً د ملک په شمال کې ډیر ورو دی.

د ورک کیدونکې لوڼې په نامه رپوټ په حکومت غږ کوي چې داسې کلک قوانین وضع کړي تر څو د نجونو د سقط کولو مخه ونیسي.  خو رپوټ زیاتوي چې د ستونزې د حل لپاره لازمه ده چې د خلکو په ذهنیت کې بدلون رامنځ ته شی.

د بریتانیې په یوې طبې مجله کې خپره شوېده چې هر کال په هند کې نیم ملیون نجونې د جنین په مرحله کې له منځه وړلې کیږي.

 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی