Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

د وینی فشار څه شی دی؟

02/07/2008

Hypertension can damage blood vessels, causing heart attacks, strokes, dementia and kidney disease<br />

د وینی فشار عبارت له هغه فشار نه دی چی وینه د زړه د چپ بطین یا خونی نه پمپ کیږی او د رگونو په واسطه د وجود ټولو غړو او انساجو  ته انتقال کوی.

د وینی لوړ فشار کیدای شی په ابتدایی او یا ثانوی توگه مینځ ته راشی.

د ابتدایی ډول عوامل معلوم نه دی، خو  ځینی عوامل پکی رول لری لکه په کورنی کی د دی ستونزی  د تاریخچی شتوالی، چاغښت، د سگرټو څکول او د فزیکی  فعالیت کموالی.

د یادولو وړ ده چی په تور پوستو خلکو کی د وینی لوړ فشار زیات لیدل کیږی.

معمولآ د وینی لوړ فشار کوم مخکنی مخبره اعراض نه لری چی مریض دی کوم مخکنی شکایت ولری، اکثرآ د ډْاکترانو په معاینه خانو او کلینکونو کی په تصادفی توگه پیدا کیږی چی مریض د وینی لوړ فشار لری.

 د وینی د لوړ فشار بل ډول ثانوی شکل دی.

د گردو یا یډوډیو ناروغی د وینی د لوړوالی د ثانوی شکل عمده عامل تشکیلوی چی کیدای شی دغه ستونزه په خپله د گردو په بیلا بیلو اناټومیکو برخو کی وی او یا هم د یوی گردی رگ تنگ شی چی د مربوطه گردی د وړیدو او یا اټروفی باعث گرځی.

اساسآ د گردو له امله د وینی فشار ځکه لوړ کیږی  چی د گردو د جوگستا گلومیرولو په نامه حجرو نه یو ډول کمیاوی مواد په نامه دی رینین افراز کیږی او دغه مواد انجیوتینسینوجین په انجیوتینسین یو او بیا انجیوتینسین دوه بدلوی چی دغه وروستی ډول ډیر فعال دی چی نه یواځی د رگونو د تنگوالی سبب کیږی، بلکه د الډوستیرون په نامه یوه کمیاوی ماده افرازوی چی د سوډیم او اوبو د جذبولو دنده لری چی په نتیج کی د وینی فشار هم د رگونو د تنگوالی له کبله او هم د زیاتو اوبو او مالگی د جذبیدو له کبله لوړ کیږی.

د وینی د لوړ فشار د ثانوی ډول نور عوامل دی لکه اکرومیگالی، کوشینگ سندروم، فیوکروموسایتوما، د اورتا د رگ تنگوالی او داسی نور.

د وینی د فشار مکرر چکول د اهمیت نه ډکه خبره ده ځکه کیدای شی د سترگو په  شبکی کی تغیرات روالی او د زړه د عدم کفایی سبب وگرځی.

 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی