بلاخره دوه ورځی مخکې له دې چې د بیجینگ د المپیک نړیوالې لوبې پیل شي، د المپیک نړیوال مشعل په
ټوله نړۍ کې له گرځولو او د هغه په وړاندې د یو لړ مظاهرو وروسته خپل وروستي تم ځای
بیجنگ ته د گڼ شمیر خلکو په بدرگې ورسول شو.
دا مشعل نن د چهارشنبې په
ورځ د چین په هغه ممنوعه ښار کې چې د امپراتورانو کور یادیږي د مراسمو په لړ کې بل
کړی شو.
دا مشعل به د پایتخت په سرکونو د لوبو د ترسره کولو لپاره جوړ شوي هغه
سټوډیوم ته وروسل شي چې د مرغۍ د ځالې په نوم دی.
د مشعل رسیدل په نوم چې ددی
سیالیو د ترسره کیدو لپاره چین د اوه کالو راهیسې ځان چمتو کړې ود وروستي تم ځای
په نوم نومولې واو د مشعل دا سفر ورته په ملیاردونو ډالرو پدی هیله چې په نړۍ کې
چین د یو پرمختللې هیواد په توگه وپیژندل شي لگول شوي دي.