Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

آیا د امریکا د روغتیایي خدماتو سیستم ناروغه دی؟

12/08/2008

New study shows that anti-inflammatory drugs may reduce Alzheimers risk, but doctors advise not to use as a preventative measure

په امریکا کې اوس ډېر لږ شمېر ډاکټران ناروغان د هغو پخپلو کورونو کې معاینه کوي.

که څه هم کورونو ته د ډاکټرانو د ورتگ دود مخ پر ورکېدو دی خو یوه ډله اوس هم پر دې ټینگار کوي چې دغه راز صحي خدماتو ته اړتیا شته خصوصاً د زړو لپاره.

په عمومي توگه پر دې ټول قانع دي چې د امریکا د روغتیایي خدماتو سیستم پخپله ناروغه دی. ډاکټران شکایت کوي چې د بیمې شرکتونه هغه صحي خدمتونه چې پېسې یې دوی ورکوي، تر خپل څار لاندې نیسي.

له بلې خوا د طب ډېر لږ شمېر محصلین دې ته غاړه ږدي چې کم عایده خو ډېر د اړتیا وړ څانگو ته ولاړ شي. لکه عمومي طب او یا د بوډاگانو زیاتېدونکي نفوس ته د پام ساتنې څانگه.

د ناروغ او ډاکټر ترمنځ نژدې او ټینگې اړیکې وروسته له هغه مخ پر سستېدو شوې چې ډاکټرانو خپل تشخیص پر لابراتوار او پیچلو مډرنو تشخیصیه معایناتو پورې وتاړه. د ناروغ کور ته ته تگ راتگ به د ډاکټر وخت هم ضایع کاوه په داسې حال کې چې په دومره وخت کې به یې پخپلې معاینه خانې کې ډېر شمېر کسان لېدلای شوای.

ریچارد پاول یو له هغو لږ شمېر ډاکټرانو څخه دی چې اوس هم د ناروغانو کورونو ته ورځي.  ډاکټر پاول ټوله ورځ د ماري گارلند په څېر د خپلو زیات شمېر ناروغانو لیدو ته ورځي.

ډاکټر پاول او د هغه ناورغ دواړه دا وایي چې د عیادت دا لاره مخ په ختمېدو ده.

ډاکټر ریچارد: « موږ دومره د وخت تر فشار لاندې نه یو، ځکه نو موږ ته آسانه ده چې له ناروغ سره سمې خبرې اترې ولرو. دا زموږ د دندې مهمه برخه ده.»

ماری گارلند: « زه خوشحاله یم!!  گرانه، دا تر ټولو غوره شی دی چې خدای را په نصیب کړی، په کور کې زموږ غوندې خلکو سره مرسته.»

More American doctors go into specialized medicine like surgery

د فامیلي ډاکټرانو اکاډمي وایي چې اوس مهال په ټوله امریکا کې یواځې د زرو تنو ډاکټرانو همدا دنده ده او داسې ډاکټران هم شته چې کله کله د ناروغانو کورونو ته ورځي خو د هغو شمېر په کره توگه نه دی مالوم.
په مخ پر ودو هېوادونو کې هم د دغه راز ډاکټرانو شمېر د امریکا په څېر لږ دی.

نرسانې هم د ناروغانو لیدو ته ورځي. د انډیانا پوهنتون هغه پنځه سوه زاړه کسان چې عاید یې کم و او کورونو ته یې روغتیایي خدمات رسېدلي و، ثبت او مطالعه کړل. 

ددغو مطالعاتو نتیجې چې د امریکا د طبي اتحادیې په ژورنال کې چاپ شول، وښوده په کورونو کې د ناورغانو عیادت، د روغتونونو عاجلو څانگو ته د ورغلو پېښو شمېر تر شل فیصدو او د بستري ناروغانو شمېر تر ۴٠ فیصدو راټیټ کړی و.

په امریکا کې د زړو لپاره د حکومت د مالي ملاتړ ادارې په درېیو ایالتونو کې هغو پنځلسو زرو بوډاوو ته چې اوږدمهاله ناروغي لري په آزمایښتي ډول د کور دننه خدمات چمتو کړي.

دې کسانو ته هره ورځ څلورویشت ساعته ډاکټران مهیا دي. د زړه یو ناروغ، کلېمېنت دې ویتو چې په شدیدې تبې اخته و، د همدې ډاکټرانو لخوا یې درملنه وشوه او له بستري کېدو وژغورل شو.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی